د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۴:۲۵

"تر ٢٠١٤ کال وروسته د افغان ځواکونو د شمېر په اړه پرېکړه نه ده شوې"


د ناټو چارواکي وايي، په ٢٠١٤م کال کې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته د افغان ځواکونو او په دې هېواد کې د پاتې کېدونکو بهرنيو ځواکونو د شمېر په اړه کومه پرېکړه نه ده شوې.

د ناټو عمومي منشي اندريس فوګ راسموسن پرون د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو د دفاع وزيرانو د دوه ورځنۍ غونډې په پاى کې وويل؛ افغان ځواکونه د شمېر او کيفيت له مخې د ودې په حال کې دي، خو د افغان ځواکونو نهايي شمېر هغه مساله ده؛ چې په راتلونکي کې به ورباندې پرېکړه وشي:

”اجازه راکړئ پر دوو ټکو ټينګار وکړم. اول دا چې د افغان ځواکونو د راتلونکي شمېر په اړه کومه غوڅه پرېکړه نه ده شوې؛ بله دا چې د دغو ځواکونو د مالي مرستې په اړه نوي درخواستونه نه دي شوي. دا داسې يوه مساله ده، چې په راتلونکي کې به حل لار ورته پيدا شي.“

تر دې مخکې د پنج شنبې په ورځ رسنيو د امريکايي چارواکو له قوله چې نومونه يې نه وو اخيستل شوي؛ راپور ورکړى و، چې ګواکې ناټو غواړي تر ٢٠١٨م کاله پورې د افغان ځواکونو شمېر نهايي سطحې يعنې ٣٥٢زرو ته ورسوي. دا هغه پلان دى، چې له ناټو په مليارډونو ډالرو نور مصارف غواړي.

خو ښاغلي راسموسن د دغو راپورونو په ځواب کې پرته له دې چې په افغانستان کې د پاتې کېدونکو بهرنيو ځواکونو شمېر اعلان کړي؛ ټينګار وکړ، چې د ناټو روزنيز ماموريت به تر ٢٠١٤م کال وروسته ډېر محدود وي:

”نن موږ تر ٢٠١٤م کال وروسته د افغان ځواکونو روزنې، سلا مشورې او مرستې د نوي ماموريت لپاره خپله ژمنه تازه کړه. دا به د ايساف له ماموريت سره ډېر توپير ولري او د څومره والي له مخې به محدود وي.”

د ناټو عمومي منشي زياته کړه، د امن تامين په افغانستان کې يوه ستونزه او ازموينه ده او د دې ستونزې حل ځکه مهم دى، چې په افغانستان کې ښه حکومتداري جوړه، ډيموکراسي او بشري حقونه خوندي شي.

په همدې حال کې امريکا تر ٢٠١٤م کال وروسته په افغانستان کې د پاتې کېدونکو بهرنيو پوځيانو د شمېر په اړه په خپل لومړي عکس العمل کې وويل؛ چې متحد هېوادونه په افغانستان کې له اتو زرو تر ١٢زرو پورې پوځيانو د پاتې کېدو په اړه مذاکره کوي.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما تېره مياشت اعلان کړه؛ چې په راتلونکو ١٢ مياشتو کې به ٣٤ زره امريکايي سرتېري خپل هېواد ته ستانه شي. امريکا دا مهال په افغانستان کې شا و خوا ٦٦ زره سرتېري لري.
XS
SM
MD
LG