د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۶:۴۶

د ناټو دفاع وزيرانو د افغان ځواکونو د روزنې ژمنه وکړه


د ناټو دفاع وزیرانو د بلجیم په مرکز بروکسل کې په ننۍ غونډه کې د افغانستان پر حالاتو خبرې وکړې.

د ناټو عمومي منشي اندیرس فوغ رازموسین په غونډې کې د وینا پر مهال وویل، افغان امنیتي ځواکونه به د هیواد د ټولو امنیتي چارو مسولیت په غاړه واخلي:

”د څو میاشتو په مودې کې به افغان ځواکونه د افغانستان د ټولو وګړو د امنيتي مسوولیتونو مشري په غاړه واخلي او د عملیاتو مشري به کوي. د ۲۰۱۴ م کال په پاي کې به افغان ځواکونه د ټول افغانستان د امنیتي چارو بشپړ مسولیت په غاړه ولري“

د ناټو عمومي منشي زیاته کړه چې له ۲۰۱۴ م کال وروسته به هم له افغانستان سره د دي سازمان شراکت دوام ولري:

”له افغانستان سره به زموږ شراکت، د انتقال او د آیساف د ماموریت له ختمیدو وروسته هم دوام وکړي. له ۲۰۱۴ م کال وروسته موږ د افغانستان لپاره د ناټو په مشرۍ د افغان ځواکونو د روزنې، مشورو او مرستې یو نوی ماموریت برابرو. زه خوښ یم چې زیات شمير متحدانو په دې ماموریت کې خپل ګډون اعلان کړی او د نوي ماموریت د پلان جوړولو په کار کي له مونږ سره کار کوي“

د ناټو عمومي منشي د پنجشنبې په ورځ یلې و چې له اقتصادي پلوه، د بهرنیو ځواکونو په نسبت د افغان امنیتي ځواکونو تمویل او ملاتړ لږ لګښت ته اړتیا لري.
XS
SM
MD
LG