د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۹

"د مولوي فقیر محمد د نیولو په اړه مو څیړنې پيل کړي"


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه هم په رسمي ډول د مولوي فقیر محمد نیول کیدل نه تاییدوي، خو وایي، چې په دې اړه یې څیړنې پیل کړي دي.

د دې وزارت ویاند جانان موسي زي ازادي راډیو ته په یوه ایمیل کې، دا نه دي ویلي چې مولوي فقیر محمد به د پاکستان حکومت ته وسپاري او که نه؟ خو لیکلې یې دي چې پاکستان له دې وړاندې د افغان حکومت ورته غوښتنې رد کړي دي.

موسی زي لیکلي، کله چې افغان حکومت د لندن په درې اړخیزه غونډه کې له پاکستان څخه د طالب بندیانو د ورسپارلو غوښتنه وکړه، نو پاکستان ونه منله، او دلیل یې داوو چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د بندیانو د تبادلې موافقه نده موجوده.

په همدې حال کې ځینې کارپوهان په دې نظر دي چې افغان حکومت غواړي له دې لارې پاکستان دې ته مجبور کړي چې افغان طالب زندانیان وروسپاري او د سولې په برخه کې هم خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

افغان کتونکی حاجی سید داود هم ورته نظر لري:

"د افغانستان دولت یو دوه غوښتنې لري، یوه غوښتنه یې داده، هغه طالبان چې په پاکستان کې بندیان دي، هغوی باید د سولې عالي شورا له موازینو سره سم دوی ته تلسیم شي او یا خوشې شي.

دویمه خبره داده چې د افغانستان حکومت تل دا پافشاري کړې او له پاکستانه یې غوښتنه کړې چې د سولې په بهیر کې ورسره مرسته وکړي او طالبان د سولې مزاکراتو ته کینوي.

زه فکر کوم حکومت غواړي همدا دوه هیلې ترلاسه کړي."


د افغان حکومت یوې معتبره سرچینې چې نه یې غوښتل نوم او غږ یې خپور شي ازادي راډیو ته وویل، مولوي فقیر محمد په دې وروستیو کې په ننګرهار ولایت کې نیول شوی دی.

مولوي فقیر محمد د پاکستاني طالبانو د تحریک مرستیال او ددې شبکې یو مهم غړی وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند معظم خان د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول خپل پاکستاني سیال ته د مولوي فقیر محمد نیول تایید کړي دي.

نوموړي وویل، پاکستان دا هیله لري چې افغان حکومت مولوي فقیر محمد ور وسپاري:

"د بهرنیو چارو وزیر کهر، د بهرنیو چارو له وزیر زلمي رسول سره ټیلیفوني خبرې وکړې او زلمي رسول د مولوي فقیر محمد د نیولو خبر ورکړ، واقعآ چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه اقدام ستایي."

که څه هم پاکستان تراوسه دوه ځله څه باندې شل طالب بندیان له بنده آزاد کړي، خو د طالبانو دویمه درجه مشر مولا عبدالغني برادر یې چې افغان حکومت یې د خوشې کیدو غوښتنه کړې، تراوسه نه دی ازاد کړی.

راپورونه وایي چې د خوشې شویو طالبانو نیمایي برخه یې بیرته د جګړو میدان ته مخه کړې او له خپلو پخوانیو ملګرو سره یوځای شوي دي.

افغان حکومت د طالب بندیانو خوشې کیدل دسولې د بهیر په ګټه بولي او له پاکستان څخه دا غوښتنه هم کوي چې افغان طالب بندیان دوی ته وسپاري.

راپور: اسدالله لودین کابل
XS
SM
MD
LG