د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۳

په سوډان کې د زړه د جراحي د یوازني مرکز په اړه فلم" اسکار" ته نومول شوی


په سوډان کې د زړه د جراحي د یوازني مرکز په اړه یو مستند فلم د " اسکار" جایزې ته نومول شوی دی.

اما د دې مرکز ډاکټر ه، خپل ناروغان یوازې نه پریږدي او د اسکار جایزې د لاس ته راو ړلو لپاره امریکا ته نه ځي.

دغه فلم د روغتون شرایط، د ډاکټرانو د کار طریقه او له ناروغانو سره د نرسانو چلند ښيي.

د زړه د ناروغۍ جراح ایټالوۍ ډاکټړه جینو سټارادا، نه غواړي چې د اسکار جایزې د اخیستلو او په دې مراسمو کې د ګډون لپاره، د امریکا لاس ا نجلس ته ولاړه شي، په داسې حال کې چې دغه فلم په روغتون کې د همدې ډاکټرې د فعالیتونو له کبله د اسکار جایزې ته نومول شوی دی.

ډاکټره سټاړاډا وايي : غوره نه ګڼي چې د سوډان په پلازمیني خرطوم کې د سلام طبي مرکز جراحي فعالیتونه ودريږي.

په افریقا کې، دا یوازنی د زړه د جراحي مرکز دی او نوموړي ډاکټره په دغه مرکز کې په وړیا توګه د زړه د ناروغانو جراحي کوي.

د دې طبي مرکز، په اړه مستند فلم چې "پرانیستي زړه" نومیږي ډِویدسن او کوري شیپَرد سټن جوړ کړی دی، او د اسکار د جایزې د لنډو فلمونو په کټګورۍ کې له پنځو نومول سویو فلمونو څخه دی.

ډاکټره سټاړډا وايي: د هغې ډير ناروغان ځوانان دي، هغوی په خوارځواکۍ مبتلا دي او دوی ته د زړه ناروغي د "روماتیزم تبې" له امله پيدا شوې ده.

دغه ناروغي د روماتیزم او ټانسلونو له التهاب څخه پیلږي، د وخت په تیریدو سره دا تخریش د زړه والونو ته زیان رسوي.

دا ناروغي په اروپا کې د شپیتمي میلادي لسزي په لومړیو کلونو کې له ریښې ورکه سوه، اما د افریکا په وچه کې، چې ډيری اوسیدونکې یې له ډاکټرانو او رنځورپالو سره ډيره اشنايي نه لري، لا هم په عامه توګه لیدل کېږي. په افریقا کې د دې د ناروغۍ له کبله د کاله ۳۰۰ زره کسان مړه کېږي.

ډاکټر سټارادا وايي د زړه د ناروغۍ ډير رنځوران له دې امله مري چې هغوی ته د جراحي اسانتیاوې نه شته.

ډاکټړه جینو سټارادا پوښتنه کوي؛ آیا تاسي پوهیږئ ؟ چې ځیني، اروپايي سیاستوال پرداسي موضع تاوده بحثونه کوي، چې دې او هغه هیواد، ته د عام وژني د مخنیوي لپاره پوځي ځواکونه وليږي او داسي نوري بې معنا خبري، خو دلته تاسي هر کال د ۳۰۰زرو کسانو د عام وژني شاهدان یاست، اروپايي سیاستوال په دې اړه خپل سر نه خوږه وي او هیڅ اقدام نه کوي.

د "پرانیستي زړه" مستند فلم، په یوه صحنه کې د ډاکټړ جینو سټارادا یو ورځنی فعالیت ښودل سوی دی. هغه په روغتون کې د یوه میز پر سر چې سپین ټوکر پر غوړیدلی دی، او طبي پرسونل یې پر شاوخوا راټول دی، د یوګاندا هیواد د یو ه ۱۳ کلن هلک، د یوه شل کلن سوډاني او د یوه بل ۱۶ کلن سوډاني دجراحي عملیاتو لیست ترتیبوي.


ډاکټړه سټارادا د جراحي دا عملیاتونه پخپله کوي، هغه له جراحي عملیات څخه وړاندي لومړی ژور فکر کوي، وروسته د سیګریټو یو ژور دود کاږي، بیا یوه پیاله قهوه چیښي، ځکه چې یو ځل بیا د څو ځوانانو ژوند د هغې په لاس کې دی.

په دې فلم کې د یوګاندا هیواد یو شمیر ناروغان هم تعقیب سوي دي، چې څرنګه دغه روغتون ته رسیږي.

د فلم په وروستۍ برخه کې د عملیاتو سویو ناروغانو سره هم خبري سوي دي، هغوی دطبي مرکز له ډاکټرانو څخه په منني وايي هیلمن دي، چې همدا فلم د اسکار جایزې وړنکې سي.
XS
SM
MD
LG