د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۱۱:۵۲

د نړۍ یولس کارپوهان د یوې جایزې په اخیستلو سره میلیونران شوي


د کمپیوتر ساینس پوه او د ګوګل شبکې یو بنسټ ایښودونکي روسيي الاصل امریکايي برین سرګې د فیسبوک یو بنسټ ایښودنکۍ مارک زوکربرګ او روسي پانګه وال یوري ملنر د دې جایزې بنسټ ایښودونکي دي.
د نړۍ یولس کارپوهان د خپلو لاسته راوړنو او علمي څیړنو له امله د یوې جایزې په اخیستلو سره میلیونران شوي دي.

له دې ډلې څخه هر یوه يې درې درې میلیونه ډالر ترلاسه کړي، چې د نوبل جایزې درې برابره ده.

د هغې جایزې بنسټ، چې په دې وروستیو کې د نړۍ یوولسو پوهانو ته ورکړل شوې ده، د ټکنالوژۍ د ډګر د درېیو نړېوالو پانګه والو له خوا ایښودل شوی دی.

د کمپیوتر ساینس پوه او د ګوګل شبکې یو بنسټ ایښودونکي روسيي الاصل امریکايي برین سرګې د فیسبوک یو بنسټ ایښودنکۍ مارک زوکربرګ او روسي پانګه وال یوري ملنر د دې جایزې بنسټ ایښودونکي دي.

د یوولسو پوهانو له ډلې څخه چې دا نوې جایزه يې ترلاسه کړې ۹ يې د متحده ایالاتو په علمي پوهنتونونو او موسسو کې کار کوي، یو تن يې په جاپان او یو يې په هالنډ کې ژوند کوي.

د دې جایزې بنسټ ایښودونکي وايي، د دې جایزې هدف د نړۍ د پوهانو تر منځ د شور او هیجان پیدا کول او د انساني عمر او روغتیا د اوږدولو لپاره د هغوي څیړونو ته د درناوې وړاندې کول دي.

د دې جایزې یو بنسټ ایښودونکي مارک زوکربرګ وايي:

(زه فکر کوم، چې زموږ ټولنه نورو اتلانو ته چې پوهان، څیړونکي او انجینیران دي، اړتیا لري.)

د ګوګل شبکې یو بنسټ ایښودونکي سرګې برین وايي:

(زما په باور پوهانو ته باید چې کولای شي، د انسان د عمر او روغتیايي د اوږدولو لپاره ګټور ثابت شي، د ورزش له ستورو څخه زیات درناوې وشي.)

د سرګې برین میرمن انا وایسیسکي وايي، پارکینسن ناروغي چې د عمر په زیاتیدو د انسان په بدن کې د لړزې په بڼه پیدا کیږي، د هغه د خاوند په کورنۍ کې سابقه لري:

(د پارکینسن ناروغۍ په اړه څیړنه زمونږ لپاره شخصي هم کیداۍ شي. زما خاوند هم له خطر سره مخامخ دی.

زما په فکر هر څوک په خپله کورنۍ کې ستونزه لري او هر څوک غواړي زیات عمر او ښه صحت ولري.)

ددې جایزې بنسټ ایښودونکي کمیټه وايي دا جایزه د ژوند د علومو په برخه کې د پوهانو د بریالیتوبونو په بدل کې ورکول کیږي.

دا جایزه په یوه وخت کې څو تنو پوهانو ته هم ورکول کیداۍ شي.

د جایزې لپاره د شخصیت عمر په پام کې نه نیول کیږي او ددې جایزې لپاره درې میلیونه ډالر ټاکل شوي چې د نوبل جایزې درې چنده کیږي.
XS
SM
MD
LG