د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۳

دوو سو ساتنمنانو له یوه روزنیز مرکزه د فراغت سندونه ترلاسه کړل


په کابل کې څه کم دوو سو ساتنمنانو د یوې روزنیزې دورې له پای ته رسیدو وروسته له یوه روزنیز مرکز څخه د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

د کابل د پولیسو د روزنیز مرکز مسولین وایي، چې پولیسو ته د روزنې په دې لنډ مهاله کورس کې د جرمونو پرضد د مبارزې، دعامه نظم د ساتنې، له مخدره موادو سره د مبارزې او د قانون په برخه کې روزنه ورکړل شوې.

د دې مرکز عمومي قومندان سمونوال عبدالبصیر د پنجشنبې په ورځ وویل، چې ۱۹۵ ساتنمنانو په دې مرکز کې د روزنې څلور میاشتنۍ دوره بشپړه کړه.

ښاغلی بصیر له ټوله فارغانو وغوښتل، چې د خلکو د اعتماد د لاس ته راوړلو په هدف دی هلې ځلې وکړي:

"د پولیسو د یونیفرم او د وظیفوي صلاحیتونو نه د خلکو د ارامی امنیت په هدف کار واخلي، نه د خلکو د ازار او زورونی تاسو د خپلو کړنو په اړه هلې ځلې وکړي، د وګړو اعتماد لاس ته راوړي."

د کابل د پولیسو د روزنیز مرکز مسولین وایي، چې تر اوسه پورې پنځوس زره پولیس په بېلابېلو برخو کې په دې مرکز کې روزل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، داسې لس کلنه طرحه یې جوړه کړې چې له مخې یې پولیس ولسي شي.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي دسې شنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، کوښښ کېږي چې پولیس د خلکو د سیمه يیزو شوراګانو سره کارونه تنظیم او له خلکو سره نږدې همکاري ولري.

ځیني هغه ساتنمنان، چې د فراغت سندونه یي ترلاسه کړي و، وویل چې په دې دوره کې یي د کورنیو او بهرنیو استادانو له خوا زده کړې تر لاسه کړي دي او ډیر څه یي زده کړي دي.

دوه تنه فارغانو له ازادی رادیو سره په خبرو کې د دې مرکز د زده کړو په اړه داسې وویل:

"د دې دورې زده کړې موږ ته ډیرې ګټورې وې، موږ ډیر څه زده کړل او ژمنه کوو، چې له دی نه په عملي برخه کې کار واخلو.

موږ دلته ډیرې مهمې او ښو برخو زده کړې تر لاسه کړي، زموږ استادان کورني او بهرني وو او موږ ته یي ډیره ښه زده کړه راکوله."


ځیني سیاسي کارپوهان وایي، چې په داسې شرایطو کې چې افغان امنیتي ځواکونو ته د بهرنیانو له خوا امنیتي مسولیتونه ورکول کېږي، نو د امنیت په برخه کې نویو ځواکونو ته د امنیت په برخه کې ډیره اړتیا ده، خو دا چې افغان ځواکونه په تیرو شاوخوا لسو کلونو کې په بیړنۍ توګه رامنځ ته شوي او اکثرو یې لنډ مهالې روزنې لیدلي دي، د دغو ځواکونو په خاصه توګه د پولیسو د مسلکېتوب په اړه او له خلکو سره یې د چلند په اړه اندیښنې موجودې دي.

راپور : محمد ابراهیم صافی
XS
SM
MD
LG