د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۹:۳۸

نړۍ

مرسي: پارلماني انتخابات دې د اپریل په ۲۶نیټه پیل او جون کې دې پای ته ورسیږي

د مصر ولسمشر محمد مرسي یو فرمان کې ویلي دي، چې پارلماني انتخابات دې د اپریل په اوه ویشتمه نیټه پیل او جون کې دې پای ته ورسیږي.

د محمد مرسي په فرمان کې ویل شوې دي، چې رایي ورکول به په څلورو پړاونو کې ترسره کیږي او د خلکو نوې اسامبلي به د جولای په شپږمه نیټه راټولیږي.

د پنجشنبې په ورځ ددې هیواد د مشرانو جرګې ( سنا ) د اساسي قانون د محکمې له خوا تعدیل شوې د انتخاباتو قانون تصویب کړ چې ورسره انتخاباتو ته لاره هواره شوه.

تمه ده چې په مصر کې انتخاباتي مبارزې په داسې حال کې وشي چې دا هیواد په ژوره توګه په اسلام پالو او سیکولرانو ویشل شوې دی.

اسلام پالي د ولسمشر مرسي ملاتړ کوي او د حکومت سیکولر سیاسي مخالفین بیا وايي چې هیواد د هغو ډیموکراټیکو ایډیالونو په عملي کولو کې پاتې راغلی دی چې په ۲۰۱۱ م کال کې یې لپاره د حسن مبارک پر ضد انقلاب وشو او د نوموړي واک یې پای ته ورسوه.

ددې هیواد پارلمان یا ولسي جرګه تیر کال وروسته له هغې ړنګه شوې وه چې د اساسي قانونې محکمې د انتخاباتو پخواني قانون غیرې عادلانه وباله.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

اتریش له خپلې خاورې د څلورو روسي ډپلوماټانو د ايستلو پرېکړه کړې ده

د اتريش بيرغ

د اتریش د بهرنیو چارو وزارت نن دا څلور روسي ډپلوماټان تورن کړي چې د خپلو ډپلوماټیکو دندو خلاف عمل یې کړی دی.

دغو څلورو ډپلوماټانو ته د فبروري تر اتمې وخت ورکړل شوی چې د اتریش له خاورې ووځي.

دوه ډپلوماټان د روسیې په سفارت او دوه نور هم په ویانا کې د ملګرو ملتونو په استازولۍ کې د روسیې لپاره کار کوي.

مسکو تر اوسه پورې د اتریش د دې پرېکړې په وړاندې غبرګون نه‌دی ښوولی.

د پاکستان پوليسو د دغه هېواد د کورنيو چارو پخوانی وزير شيخ رشيد نيولی دی

د پاکستان پولیسو د کورنیو چارو پخوانی وزیر شيخ رشید

د پاکستان پولیسو د کورنیو چارو پخوانی وزیر شيخ رشید نیولی دی.

په هغه باندې تور لګېدلی چې غوښتل یې د پخواني ولسمشر او پیپلز ګوند د شریک مشر اصف علي زرداري ژوند ته ګواښ پېښ کړي.

د اسلام اباد پولیسو په خپل ټوېټر د شیخ رشید د نیولو خبر تایید کړی دی او ویلي یې دي، چې هغه یې د محکمې د حکم پر اساس نیولی.

شېخ رشید د عوامي مسلم لیګ ګوند مشر او د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف د ګوند د حکومت پر وخت د کورنیو چارو وزیر پاتې شوی.

عمران خان د شيخ رشید نیول غندلي او اوسنی حکومت په مُغرضانه او غچ اخیستونکو کړنو تورن کړی.

کرېکټ؛ سویلي افریقا له انګلنډ ماتې وخوړه؛ خو لوبلړۍ یې وګټله

د کوربه سویلي افریقا او انګلنډ ترمنځ د ۳ یو ورځنیو لوبو لړۍ ۲-۱ د سویلي افریقا په ګټه پای ته ورسېده.

د چهارشنبې ورځ (د فبرورۍ ۱ نېټه) په درېیمه سیالي کې انګلنډ د ۳۴۵ منډو هدف کېښود او سویلي افریقا د ۲۸۷ منډو په جوړولو ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل.

د انګلنډ په توپ وهونکو کې ډېوېډ ملان ۱۱۸ او لوبډلمشر جاس بټلر ۱۳۱ منډې وکړې چې د لوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو.

د سویلي افریقا په توپ اچونکو کې اېنګېډي تر نورو ښه وځلېد او ۴ لوبغاړي یې وسوځول.

د دې لوبډلې د توپ وهونکو له ډلې نن ګلېسناو رضاهېنرېکس نیمه سلیزې ووهلې.

د انګلنډ لپاره په توپ اچونه کې جوفرا ارچر ۶ لوبغاړي وسوځول.

ارچر تر دوه کلن ځنډ وروسته په لومړي ځل کرېکټ د سویلي افریقا پهلیګ کې مای کېپ ټاون لوبډلې ته پیل کړ.

د یادونې ده چې دا د ۲۰۲۳ نړیوال جام د سوپر لیګ سیالۍ وې چې لومړنۍ دوه لوبې یې سویلي افریقا وګټلې او اوس د سوپرلیګسیالیو د نومرو په جدول کې نهم مقام لري.

د اسرائيل صدراعظم: اوکراين ته د پوځي مرستو لېږل نه ردوو

د اسرائیل صدراعظم بینیامین نتانیاهو

د اسرائیل صدراعظم بینیامین نتانیاهو وایي، اسرائیل اوکراین ته د پوځي مرستې لېږل نه ردوي.

نتانیاهو پرون چهارشنبې له امریکایي سي‌ان‌ان ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل، ده یقیناً له کییف څخه د پوځي ملاتړ په اړه غور کړی و.

د اسرائیل صدراعظم په جلا توګه د دې یادونه وکړه چې اسرائیل چمتو دی چې اوکراین ته د اوسپنیز چتر په نوم د توغندیو ضد دفاعي سیسټم په ورکولو غور وکړي.

نتانیاهو همدارنګه وویل، چې دی چمتو دی چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د خبرو منځګړیتوب وکړي که چېرې دواړه لوري او د امریکا متحده ایالات ورسره موافق وي.

پوليسو پېښور کې د اعتراض پر مهال دغلته د وروستي خونړي بريد د څېړنو غوښتنه کړې

پېښور کې د وروستي خونړي بريد انځور

پرون چهارشنبې په پېښور کې په لسګونو پولیسو په یوه اعتراضي لاریون کې له حکومت څخه وغوښتل چې د دې ښار پر یوه جومات د دوشنبې د ورځې د خونړي ځانمرګي برید په اړه بشپړه او شفافه څېړنه ترسره کړي.

په دغه برید کې چې د پولیسو د کلک امنیتي زون د ننه جومات باندې وشو، د وژل شویو کسانو شمېر۱۰۱ ته رسېدلی او د ټپیانو ۲۲۱ تنه ښودل شوی دی.

ویل شوي اکثره قربانیان د پولیسو افسران و.

معترض پولیسان په پېښور کې د ژورنالېستانو د مرکز مخې ته راټول شوي او یو شمېر مدني او سیاسي فعالان هم ورسره یو ځای شوي وو.

د ساجد علي په نوم یوه متعرض ازادي راډیو ته وویل چې پولیس افسران مجبور شول چې پر چارواکو د فشار راوستو لپاره لاریون وکړي ځکه دا د پولیسو افسران دي چې په دغه ترهګرۍ او نا امنۍ کې وژل کېږي.

د علي دراز په نوم د دغه اعتراضي لاریون یوه بل ګډونوال وویل، پولیس غواړي دا ځواب ترلاسه کړي چې څرنګه یو ځانمرګی برید دومره ویجاړي رامنځته کولای شي.

په لومړي سر کې د پاکستاني طالبانو د ډلې، ټي‌ټي‌پي یوه قومندان د دغه برید مسولیت اخیستی و، خو وروسته د دې ډلې ویاند محمد خراساني په دې حمله کې خپل لاس لرل رد کړل او ویې ویل دا د دوی پالیسي نه‌ده چې په بریدونو کې جوماتونه، مدرسې او نور مذهبي ځایونه په نښه کړي.

د بلغاريا پارلمان د ۱۹۳۲ او ۱۹۳۳ کلونو قحطي نسل وژنه ياده کړې ده

Bulgaria parliament

د بلغاریا پارلمان د یوې لایحې له‌مخې د ۱۹۳۲ او ۱۹۳۳ میلادي کلونو قحطي نسل وژنه یاده کړې ده.

په لایحه کې چې پارلمان تصویب کړې راغلي، د پخواني شوروي اتحاد د دیکتاتور جوزف ستالین تګلارو بلغاریا کې میلیونونه کسان له منځه یوړل.

دغې لایحې ته په رایه اچونه کې د بلغاریا د پارلمان ۱۳۴ غړو مثبته او ۲۵ نورو منفي رایه ورکړه.

تاریخ لیکونکي لیکي، د شوروي د ناسمو محاسبو له‌مخې په بلغاریا کې ۹ میلیونه کسان مړه شول.

هغوی نژدې ۹۰ کاله مخکې پر لوږې او قحطۍ سربیره د ستالین د رژیم له‌خوا له تبعید او اعدامونو سره مخامخ شول.

امريکا د روسیې پر ۲۲ اتباعو او شرکتونو نوي بندیزونه ولګول

د امریکا د خزانې وزارت د روسیې پر ۲۲ اتباعو او شرکتونو نوي بندیزونه ولګول.

د دغه وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول ادارې پرون چهارشنبه په یوه خبرپاڼه کې وویل، هغه کسان او شرکتونه چې له بندیزونو سره مخامخ شوي، د روسیې په دفاعي چارو کې ونډه او د دغه هېواد په پوځي صنعت کې رغنده رول لري.

دا اقدام د اوکراین په جګړه کې د روسي پوځیانو د کمزوري کولو په هدف ترسره شوی دی.

د امریکا د خزانې وزارت ویلي، دغه بندیزونه به روسیې ته جګړه سخته او ګران بیه کړي او د ولسمشر ولادمیر پوتین جنګي ماشین به کمزوری کړي.

امریکا او متحدانو یې د اوکراین د جګړې له پيل راهیسې څو ځله پر مسکو بندیزونه لګولي دي.

هندوستان د شلو اورونو په لوبلړۍ کې نیوزیلنډ ته ماتې ورکړه

د هند او نیوزیلنډ له لوبو یو انځور

د کوربه هندوستان او نیوزیلنډ ترمنځ درېیمه شل اوریزه سیالي هند د ۱۶۸ منډو په توپیر وګټله.

هند د شوبمن ګیل د سلیزې پر مټ د ۲۳۵ منډو هدف وټاکه، چې نیوزیلنډ یې په ځواب کې یوازې ۶۶ منډې وکړې.

د هند په توپ وهونکو کې شوبمن ګېل په ۶۳ توپونو ۱۲۶ منډې وکړې چې په نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې یې دا لومړۍ سلیزه وه.

د نیوزیلنډ توپ وهونکو د هندي توپ اچونکو پر وړاندې ښه لوبه ونه کړای شوه او یوازینی مخکښ توپ وهونکی یې ډیري مېچل و چې ۳۵منډې یې وکړې.

د هند لوبډلمشر هاډیک پانډیا په دې لوبه کې ۴، ارشدیپ سینګ، عمرام ملک او شېوام ماوي دوه، دوه لوبغاړي وسوځول.

د یادونې ده چې دا لوبلړۍ هندوستان ۲-۱ وګټله.

د ایران د فردوسي پوهنتون له لسو زیات استادان له دندو ګوښه شوي

د ایراني محصلانو د لاریون یو انځور

د ایران د مشهد ښار په شمال لوېدیځ فردوسي پوهنتون کې د محصلانو له اعتراضونو وروسته له لسو زیات څخه استادان له دندو ګوښه شوي دي.

په ایران کې اعتراضونه وروسته له هغې پیل شول چې ۲۲ کلنې مهسا امیني د ایران د ګشت ارشاد پولیسو په توقیف کې د تېر کال سپمټبر میاشت کې ساه ورکړه.

د راپورونو پر بنسټ، د محصلانو د حقونو او د هغوي نه د ملاتړ په وجه تر یولسو زیات استادان له دندو لرې شوي دي.

اذربایجان کې ایران ته د جاسوسۍ په تور ۴۰ کسان نیول شوي

د اذربایجان پولیس

د اذربایجان د کورنیو چارو وزارت د هغو څه باندې ۴۰ تنو د نیول کېدو خبر ورکړی چې ګمان کېږي د ایران د جاسوسۍ د شبکې غړي دي.

ویل شوي چې دې شبکې د مذهب په نوم د ایران په ګټه تبلیغ کاوه.

د اذربایجان د کورنیو رسینو د راپورونو پر بنسټ، یاد کسان په باکو او نورو ښارونو کې نیول شوي دي.

تهران تر واوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG