په پام کې ده چې د چاپ اندازو هلکانو د فلم دوه ماشوم لوبغاړي د راروانې یکشنبې په ورځ هالیوود فلمونو ته د جایزو د ورکولو په مهمه غونډه کې ګډون وکړي.
دوه افغان لوبغاړي فوادمحمدي او جوانمردپاییز چې د سفر د لګښت چنده یې د انټرنټي کمپاین په مرسته چمتو شوې کلیفورنیا ته رسېدلي او د یکشنبې په ورځ به د نړۍ له مشهورو لوبغاړو سره یوځای پر سره غالۍ قدم کېږدي. د چاپ اندازو هلکانو فلم د اسکار جایزې ته چې سږکال یې ۸۵ کال دی کاندید شوی دی.
د دې فلم موضوع، په کابل کې د دوو ماشومانو د هیلو کیسه ده چې غواړي چاپ اندازان شي. دا فلم چې امریکايي ډایرکټر سام فرینچ جوړ کړی، د لنډو فلمونو په کټګورۍ کې اسکار ته کاندید شوی.
محمدي د لاس انجلس په هوايي ډګر کې له الوتکې د کښته کېدو پرمهال وویل چې هم احساساتي دی او هم خوشاله.
محمدي اماتور لوبغاړی دی چې تېرکال د چاپ اندازو هلکانو د فلم له خپرېدو وروسته یې د نړیوالو پاملرنه ځان ته واړوله. دا فلم په حقیقت کې د ده د ژوند کیسه ده، د یو یتیم هلک کیسه چې د چرګانو په کوڅه کې پر توریستانو د کابل نقشه پلوري. د فلم بل لوبغاړی د ده همځولی دی چې له سهاره تر ماښامه د خپل پلار په تیاره دوکان کې کار کوي. محمدي وايي چې دې فلم د ده ژوند بدل کړ:
”زما ژوند خورا زیات بدل شو. د چرګانو په کوڅه کې اوس ما ټول خلک پېژني، ډېر خلک عکسونه راسره اخلي او ډېر مې هڅوي”
دې دواړو ماشومانو هیله وښوده چې د اسکار جایزو په مراسمو کې به د نړۍ نامتو لوبغاړي وویني. محمدي وايي، غواړي سیلوېسټر سټالون چې په افغانستان کې د رامبو په نوم مشهور دی وویني، خو پاییز بیا د هالیووډ د بل نامتو لوبغاړي اېل پچینو د لیدو هیله لري.
ټاکل شوې ده چې فواد محمدي او جوانمرد پاییز به د ماشومانو د فلمونو د جوړولو او د یونیورسل په نوم یوه بله مشهوره سټوډیو هم له نژدې وګوري. د فلم ډایرکټر سام فرینچ وویل، هدف دا دی چې د دواړو افغان ماشومانو لپاره هالیووډ ته د دوی د یوې اونۍ سفر، له کلتوري پلوه په زړه پورې وي.
ټاکل شوې چې محمدي او پاییز د خپل فلم د ښودلو په مراسمو کې د ګډون لپاره واشنګټن ډي سي ته ولاړ شي او د مارچ په لومړۍ نېټه به له هغه ځایه بېرته کابل ته ستانه شي.
چاپ انداز هلکان چې نژدې نیم ساعته فلم دی د افغان فلم پروژې په نوم د غیرانتفاعي موسسې لومړنی محصول دی.