نن شاوخوا دولس نیمې بجې د جلال اباد ښار د میا اسلم پلازې مخې ته ناڅرګندو وسله والو یو تن داسې مهال په ډزو وواژه، چې د کور لپاره يي توکي رانیول.
د پيښې عیني شاهدان وايي، چې دغه وسله وال پیاده راغلل او سمدلاسه يي ډزې وکړې، چې د دغه تن د وژل کیدو سره سم له سيمې وتښتيد.
دې پيښې د جلال اباد ښار اوسیدونکي په انديښنه کې کړي، چې په رڼا ورځ او د ښار په منځ کې وسله وال په ښکاره یو تن وژني.
د دوي په خبره امنيتي ځواکونه باید څلورویشت ساعته د ښار په مرکز او څنډو کې خپلې ګزمې وکړي، تر څو د دا ډول پيښو مخه ونیول شي:
"عیني شاهد: دا سړی دلته دکان ته ولاړ و سودا يي کوله،چې یودم ډزې وشوې،چې کورو دا سړی يي ويشتلی و او هغه کس،چې ډزې وکړې هغه سره تفنګچه و له سيمې وتښتید.
عیني شاهد: دا وګوره،چې په رڼا ورځ د ښار په منځ کې سړی وژل کیږي،زموږ امنيتي ځواکونه ولې ګزمې نه کوي،چې د دا ډول پيښو مخه ونیول شي."
د وژل شوي تن د کاکا زوی ازادۍ راډيو ته وویل، چې دوي د کونړ اوسیدونکي دي او له دې وړاندې يي دوه شخصي دښمنۍ درلودې، خو دی نه پوهیږي، چې دا کس به د چا له خوا نه وژل شوی وي:
"دا زما د تره زوی و،چې زه بل ځای کې ووم، چې چا راته زنګ وواهه، چې داسې پيښه وشوه، زموږ دوه دښمنۍ دي په کونړ یو د ځنګلونو په سر وه او بله د ښځې په سر یوه لانجه وه نو نه پوهیږم، چې دا پيښه د چا له خوا نه وشوه."
د ننګرهار امنيتي چارواکو دا پيښه تاید کړې ده، او په خبره يي،چې د پيښې په اړه يي پلټنې پيل کړي دي.
په دې وروستیو کې په ننګرهار او دې ته ورته مرموزې وژنې زیاتې شوي خو تر اوسه پورې د هیڅ یوې پيښې عاملین نه دي نیول شوي.
راپور: شاه محمود شینواری ـ جلال اباد