د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۰ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۲:۵۸

"موږ د بې پیلوټه الوتکو په واسطه ۴۷۰۰ کسان وژلي دي"


جمهوري غوښتونکي سناتور لینډسي ګراهم
یو امریکايي سناتور وايي، په یمن، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په حملو کې شاوخوا ۴۷۰۰ کسان وژل شوي دي.

دا لومړۍ ځل دی، چې د امریکا د کانګریس یو غړی او یا حکومتي مقام د ډرون یا بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې چې د بشري حقونو ډلو غندلي دي، د اوښتي مرګ ژوبلې شمېره په ډاګه کوي.

جمهوري غوښتونکي سناتور لینډسي ګراهم، چې د بې پیلوټه الوتکو د حملو ملاتړۍ دی د دغو الوتکو په بریدونو کې د وژل شوو کسانو شمېر له هغه څه زیات ښيي، چې ځینو خپلواکو سرچینو تخمین کړی دی.

لینډسي ګراهم د جنوبي کارولینا ایالت یوې محلې ویب پاڼې ته ویلي:

(موږ د بې پیلوټه الوتکو په واسطه ۴۷۰۰ کسان وژلي دي.)

سناتور ګراهم ویلي، په ځینو حالاتو کې بې ګناه کسان هم په نښه کېږي، چې د هغه په وینا دوي نه غواړي داسې وشي خو ټینګار کوي چې دا جګړه ده او د بې پیلوټه الوتکو په حملو کې د القاعده شبکې یو شمیر مهم غړي وژل شوي دي.

د فرانسې د خبري اژانس په وینا د لینډسي ګراهم دفتر ویلي چې هغه بې پیلوټه الوتکو د عملیاتو په اړه د حکومت محرم معلومات او ارقام نه دي افشا کړي.

د فرانس پریس په وینا له ۲۰۰۴ کال راهیسې مختلفو سازمانونو هڅه کړې چې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې د وسله والو او ملکي کسانو د مرګ ژوبلې شمېره جوته کړي، خو دوي له مختلفو او زیاتو شمېرو سره مخامخ شوي دي.

په واشنګټن کې د نوي امریکا د بنیاد د راپور په وینا له ۲۰۰۴ کال راپدیخوا تر اوسه پورې د بې پیلوټه الوتکو ۳۵۰ حملې شوي چې زیاتره يې د ولسمشر باراک اوباما د واکمنۍ پر مهال دي.

د دغه بنیاد د معلوماتو له مخې په دغو حملو کې د وژل شوو شمېر د ۱۹۶۳ او ۳۲۹۳ ترمنځ دی، چې د ملکي تلفاتو شمېره يې د ۲۶۱ نیولې ۳۰۵ ته رسیږي.

د امریکا استخبارات او سپینه ماڼۍ تل د بې پیلوټه الوتکو حملې محرمې ساتي خو ځینې مقامات بیا وايي چې که په دې بریدونو کې په غیر عمدي ډول ملکېان وژل شوي وي نو شمیره به يې ډیره کمه وي.

د یو شمېر سناتورانو د انتقاد سره سره جمهوري غوښتونک سناتو ر لینډسي ګراهم وايي، بې پیلوټه الوتکه یوه تکتیکي وسله ده چې باید وکارول شي.

د فرانس پریس اژانس په وینا په یمن او پاکستان کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه د امریکا د مرکزي استخباراتو یا سي ای اې له خوا ترسره کېږي، خو په افغانستان کې ددې الوتکو حملې په ښکاره توګه د امریکا د پوځ لخوا تنظیمږي.

د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو مخالفان وايي په دې حملو کې خلک له محاکمې پرته وژل کېږي او دا کار د هغو سیمو د خلکو چې بې پیلوټه الوتکې په کې حملې کوي د غصې او نارضایتۍ سبب کېږي.
XS
SM
MD
LG