د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۴

افغان ځواکونو ته د امنیتي مسولیتونو لیږدول به د یوې مهمې پیښې په توګه ولمانځو


د ناټو عمومي منشي اندریس فوګ راسموسن وایي، چې دا سازمان په پام کې لري چې د ۲۰۱۳ کال په نیمایي کې په یوه مشریزه غونډه کې په افغانستان کې افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسولیتونو لیږدول د یوې مهمې پیښې په توګه ولمانځي.

په پام کې ده، چې ناټو ځواکونه په را روان پسرلي کې بشپړ امنیتي مسولیتونه افغان امنیتي ځواکونو ته وسپاري.

راسموسن پرون په بروکسل کې له رویترز اژانس سره په مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا په پام کې ده یوه سرمشریزه د جون په میاشت کې جوړه شي وویل، تر اوسه په دې اړه پریکړه نه ده شوې خو دا یوه طرحه ده چې غور پرې کیږي.

راسموسن وویل، د ۲۰۱۳ کال په نیمایي کې د یوې سرمشریزې جوړیدل به یوه ښه طرحه وي ترڅو په افغانستان کې دې حقیقت ته په پام سره چې هغه مهال به موږ د دې هېواد بشپړ مسولیت افغان امنیتي ځواکونو ته لیږدولی وي، دا مهمه پیښه ولمانځو.

د ناټو ديپلوماتان وایي، چې دا به په بروکسل کې د یوې ورځې سرمشریزه وي او ښایي هغه مهال جوړه شي، چې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما شمالي ایرلند ته د جون په میاشت کې جوړیدونکې د اتو پرمختللوصنعتي هیوادونو یا جي ایټ په سرمشریزه کې د ګډون لپاره ځي، خو دوي وایي چې په دې اړه تر اوسه پریکړه نه ده شوې.

اوباما تیره اونۍ اعلان وکړ، چې د ۲۰۱۴ کال تر لومړېو پورې به تقریبا نیمایي یانې ۳۴ زره عسکر له افغانستانه وباسي.

ټاکل شوې ده، چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې د بهرنیو محاربو ځواکونو ډیره برخه ووځي او بشپړ مسولیتونه هم افغانانو ته وسپارل شي.

یو لږ شمېر بهرني ځواکونه به له هغه وروسته په دې هېواد کې پاتې شي او د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې چارې به پرمخ وړي.

د ناټو عمومي منشي وویل، د ۲۰۱۳ کال په نیمایي کې د یوې غونډې جوړیدل له دې پلوه هم مهم دي، چې د ناټو غړي هېوادونه وروستیو اقتصادي ستونزته په پام سره وکولای شي خپلې پوځي وړتیاوې او پانګونې وڅیړي او له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د روزنې د پروګرام په اړه پریکړه وکړي.

راسموسن چې د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې په درشل کې خبرې کولې دغه رازوویل چې د افغان امنیتي ځواکونو شمیربه له انتظاره لیرې په لوړه اندازه د اوږدې مودې لپاره وساتل شي.

د اوسني پلان له مخې د امریکا متحده ایالات او د ناټو متحدین د ۳۵۲ زره کسیز افغان وسله والو ځواکونو له جوړولو سره مرسته کوي.

دغه شمېر په پوره کیدو کې دی خوایتلافي ځواکونه به له ۲۰۱۵ کال وروسته د ۲۳۰ زره کسیز افغان ځواک مالي ملاتړ ته دوام ورکوي.

د ناټو عمومي منشي وویل، په دې اړه چې څومره شمیرافغان امنیتي ځواکونه په لوړه اندازه وساتل شي، تراوسه پریکړه نه ده شوې.

راسموسن زیاته کړه، ښایي په لوړه اندازه افغان امنیتي ځواکونه د یوې اوږدې مودې لپاره چې تراوسه یې انتظارنه کیده، وساتل شي او دا کاربه د ده په وینا ترډیره حده په امنیتي وضعیت پورې تړلی وي.
XS
SM
MD
LG