د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۱۱:۴۶

په غزني کې يو ځانمرګی او څلور طالبان وژل شوي


د غزني سيمه ييز چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې بهرنيو سرتېرو پر يو موټر بريد کړی دی، چې په پايله کې يې يو تن ځانمرګی بريد کوونکی او څلور طالب وسله وال وژل شوي دي، چارواکي وايي، په سيمه کې نور ځانمرګي هم شته خو له دوی ورک دي.

د غزني دولتي چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په اندړو ولسوالۍ کې تېره ورځ بهرنيو سرتېرو پر يو کرولا موټر هوايي بريد کړی دی، چې پکې د يو تن ځانمرګي بريد کوونکي په ګډون پينځه تنه وسله وال وژل شوي او يو موټر چلوونکی ژوبل شوی دی.

چارواکي وايي، ژوبل شوي موټر چلوونکي ځانمرګی او وسله وال په کرايه رسول، چې پر لاره پرې الوتکو بريد کړی دی.

د اندړو ولسوال قاسم دېسيوال وايي، چې دوی ته داسې مالومات رسېدلي دي چې په سيمه کې درې نور ځانمرګي هم شته، خو وايي، ځای يې نه را ته مالوم چې چېرته به پټ وي.

دی وايي، وژل شوي ځانمرګی او طالبان له ګيرو ولسوالۍ څخه د اندړو ته راغلي وو، خو دا لا نه ده مالومه چې پر کوم ځای يې د بريد له پاره ځانونه چمتو کول:

"دا د جوی اول خواته د بهرنيانو هوايي ځواک پر يوه کرولا موټر بريد کړی دی، چې په کې څلور طالبان او يو ځانمرګی وژل شوی دی، زموږ د مالوماتو په اساس په سيمه کې دوي څلور ځانمرګي لرل، چې يوه يې له منځه ولاړ او درې نور يې لا اوس هم شاو خوا ګرځي."

تر اوسه پورې لا طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

څو ورځې وړاندې هم بهرنيو سرتېرو په دغه ولسوالۍ کې د طالبانو يو قومندان وژلی او څو نور ملګري يې ور ژوبل کړي وو.

راپور: سيدشاه سقيم
XS
SM
MD
LG