افغانستان
کري: که څه هم امریکا له بودجوي ستونزو سره مخامخ دی، بايد انزا ته غاړه کښېنږدي
ښاغلي کري، چې د ويرجينيا په پوهنتون کې خبرې کولې، وويل: د امريکا د حکومت د لګښتونو په اتوماتيک ډول کمېدا، چې راتلونکې مياشت عملي کېږي، د دې تقاضا کوي چې د امريکا د نړېوالو همکاريو پر اغېزو او ګټو رڼا واچول شي. ده د مثال په توګه افغانستان ته اشاره وکړه، ويې ويل:
«په ۲۰۰۲ کال په افغانستان کې تر يو میليون لږ هلکان ښوونځيو ته تلل او نجونې ښوونځيو ته نه شواي تللي.
اوس د امريکا په مرسته نژدې اته مليونه زده کوونکي ښوونځيو ته ځي چې په درو کې يوه برخه يې نجونې دي. او د افغانستان د ملي شورا په څلورو کې يوه برخه غړي ښځې دي. موږ بايد په دې کار ووياړو، دا به په اوږد مهال کې بدلون راولي.»
که د امريکا کانګريس اقدام ونه کړي د حکومت د مصارفو کمېدا د مارچ له لومړۍ پيلېږي.
د امريکا د بهرنيو چارو د وزير په وينا دا کار د مرستو، امنيتي همکارۍ او نورو نړيوالو پروګرامونو لپاره د امريکا له خوا دوه مليارده او شپږ سوه مليون ډالره ځانګړې شوې بودجه له خطر سره مخامخوي.
د ښاغلي کيري په وينا د حکومت د لګښتونو د بودجې کمښت د امريکا د ديپلوماتيکو فعاليتونو اعتماد ته هم زيان اړوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ټام وېسټ د کډوالو ادارې او د روغتيا نړيوال سازمان له مشرانو سره کتلي

د افغانستان لپاره د امریکا متحدهایالاتو ځانګړی استازی ټام وېسټ وايي، په جینوا کې یې د ملګروملتونو د کډوالو ادارې او روغتیا سازمان له مشرانو سره کتلي.
وېسټ نن سهار په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دا سازمانونه او نور مرستندویه ارګانونه په افغانستان کې په ژوند ژغورنکو عملیاتو بوخت دي او د مهاجرینو، کډوالو او د ناورینونو له قربانیو ملاتړ کوي.
ټام وېسټ وايي، جینوا کې یې له خپلو نورو شریکانو سره هم د طالبانو په وروستیو بندیزونو او هغو سیاستونو بحث کړی چې له امله یې ملیونه افغانانو ته د مرستو رسول له ګواښ سره مخ کړي.
د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په ټویټرپاڼه زیاته شوې، دا چې په افغانستان کې په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو د بشري حقونو وضعیت خرابېږي، نو باید دوی ته د لاسرسي، مرستې او راپور ورکولو په برخه کې ملاتړ وشي.
د اسیا د کرېکټ شورا د افغانستان د کرېکټ بورډ بودیجه زیاته کړې ده

د افغانستان کرېکټ بورډ مشر ميرويس اشرف پر خپلې فېس بوک پاڼې ليکلي، د اسیا د کرېکټ شورا د افغانستان د کرېکټ بورډ بودیجه زیاته کړې ده.
ښاغلي اشرف او د اسیا د کرېکټ شورا د نورو غړیو هېوادونو مشرانو د شنبې په ورځ په بحرین کې د شورا په یوه بېړنۍ ناسته کې ګډون درلود.
میرویس اشرف داسې وخت د اسیايي شورا د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی چې په دې وروستیو کې د افغانستان د کرېکټ راتلونکي ته اندېښنې په ډېرېدو دي.
ځینو ټيمونو له هغې ډلې اسټرالیا میاشت مخکې له افغانستان سره خپلې لوبې په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر تعلیم د طالبانو د بندیز په غبرګون لغوه کړې.
طالب چارواکي: تېره اوونۍ نږدې اتهزره افغانان له ايرانه راستانه شوي

په نیمروز کې طالب چارواکو خبر ورکړی چې، تېره اوونۍ نږدې اته زره افغانان له ایرانه هېواد ته راستانه شوي.
باختر اژانس راپور ورکړی، دا افغانان له ایران څخه د ورېښمو له لارې افغانستان ته راغلي.
د راپور لهمخې له دغو بېرته راستنېدونکو افغان کډوالو سره د کډوالۍ نړیوال سازمان آی او ام له خوا د خوراکي توکو او پیسو مرستې هم شوي دي.
د طالبانو په بیا واکمنېدو د اقتصادي ستونزو، ګواښونو او اوزګاریو په سبب لکونه افغانان له هېواده ووتل چې ډېر یې په ایران او پاکستان کې مېشت شول.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له کندهار دوبۍ ته د الوتنو د پيل خبر ورکړ

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت خبر ورکوي چې له کندهاره دوبۍ ته مخامخ الوتنې پيل شوې.
دغه وزارت شنبه ناوخته په خپل ټوېټر پاڼه خبر ورکړی چې، د کندهار له احمدشاه بابا هوایي ډګره د کام ایر شرکت لومړنۍ الوتنه دوبۍ ته وشوه.
سعودي عربستان ته هم لهدې هوايي ډګره پروازونه روان دي.
طالب چارواکو هیله ښودلې چې وکولای شي له کندهاره – ډهلي او چین ته هم دوه اړخیز پروازونه پیل کړي.
د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې لا هم افغانستان ته د نړیوالو الوتنو بهیر عادي شوی نهدی.
میرویس اشرف: د کرېکټ اسیایي هېوادونو له افغان کرېکټ بشپړ ملاتړ اعلان کړ

د افغانستان کرېکټ بورډ عمومي رئیس میرویس اشرف د شنبې په ورځ (د فبرورۍ ۵مه) په بحرین هېواد کې د کرېکټ اسیایي شورا په ناسته کې ګډون وکړ.
ښاغلي اشرف پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي چې، د کرېکټ اسیایي هېوادونو له افغان کرېکټ څخه بشپړ ملاتړ اعلان کړ او د افغان کرېکټ د لا ډېرې پرمختیا او ملاتړ ژمنه یې وکړه.
هغه وایي: "په یاده ناسته کې د شورا د بورډ د غړو له لوري افغان کرېکټ ته د بودیجې سلنه هم لوړه شوه چې پهکې له ۶ سلنه، ۱۵ سلنې ته پورته کړل شوه چې له لوبیزو لوبلړیو به افغانستان ته ورکول کېږي."
د افغان کرېکټ عمومي رئیس په وینا چې د هندوستان او پاکستان هېوادونو ترڅنګ یې د کرېکټ اسیايي شورا له غړو هېوادونو سره پر راتلونکو دوه اړخیزو لوبلړیو هم خبرې وکړې.
ښاغلی اشرف وایي: "د اسیايي شورا له دوو غړو هېوادونو سره د افغانستان په کوربهتوب د ۱۹ کلنو کم عمره لوبغاړو پر درې اړخیزه لوبلړۍ هم یوې پایلې ته ورسېدو چې مارچ میاشت کې به یې افغانستان ترسره کړو."
نوموړی ډاډ ورکوي چې د افغانستان کرېکټ ته به په راتلونکي کې هېڅ ډول ستونزه نهوي او په هره برخه کې به پرمختګ کوي.
کابل کې يوې چاودنې دوه کسان ټپيان کړل

په کابل کې نن یوې چاودنې د طالبانو د امنیتي چارواکو په وینا دوه کسان ټپیان کړل.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالدځدراڼ په یوه بیان کې ویلي، پېښه د ماښام شاوخوا شپږ بجې پښتونستان واټ ته څېرمه په یو هایلکس موټر پسې د نښلول شوي مقناطیسي بم د چاودنې له کبله شوې ده.
د هغه په وینا دواړه ټپیان عام خلک او زخمونه یې برسېرن دي.
ښاغلي ځدراڼ زیاته کړه چې، د پېښې په اړه د دوی پلټنې پیل شوې دي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته که څه هم د بمي حملو په شمېر کې تر ډېره کموالی راغلی خو وړمه ورځ د پروان ولایت په سیدخېلو ولسوالۍ کې او نژدې دوه اوونۍ مخکې په کندهار ښار کې د طالبانو پر یوه موټر، بمي چاودنې خلکو او طالبانو ته مرګژوبله اړولې ده.
د بلخ په چمتال کې د یوې کورنۍ ۷ تنه وژل شوي

د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ اووه غړي په مرموز ډول وژل شوي.
په بلخ کې د طالبانو د امنیه قومانداني ویاند محمد اصف وزیري وایي چې، دا کسان په جرقلعه سیمه کې د نامعلومو کسانو لهخوا وژل شوي او د پېښي علت هم نهدی معلوم.
د جرمني خبري اژانس د راپور لهمخې د دې کورنۍ پنځه ماشومان د چړې په وسیله وژل شوي او د هغو د مور او پلار مړي په داسې حال کې موندل شوي چې په مرمۍ لګېدلي وو.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د د دولتي چارواکو او پخوانیو پوځیانو په ګډون د مرموزو وژنو او د کورني تشدد په ترڅ کې د کورنیو قتلونو ګڼ راپورونه ورکړل شوي.
په تېره جون میاشت کې په فراه کې یوه سړي د خپلې مېرمنې په ګډون د خپلې کورنۍ لس غړي ووژل.
جان کربي: افغان طالبان د نورې انزوا په لور روان دي

د امریکا د ملي امنیت د شورا د ستراتیژیکو اړیکو همغږی کوونکی وایي، افغان طالبان د نورې انزوا په لور روان دي.
جان کربي له امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې د جمعې په ورځ وویل، طالبان د خپلو ژمنو خلاف عمل کوي.
کربي زیاته کړه چې طالبانو په دوحه کې ژمنه کړې وه او د کابل له نیولو وروسته یې بیا دا خبره وکړه چې دوی به د حکومت په توګه د ښځو او نجونو پرمختګ ته چې په افغانستان کې رامنځته شوی درناوی کوي، خو هغوی له دې ژمنو څخه سرغړونې کوي.
جان کربي دا هم وویل، که طالبان د خپل نظام مشروعیت غواړي، د ټولنې له لوري دې په رسمیت وپېژندل شي او که دوی په افغانستان کې مالي مرستې او پانګونه غواړي نو دوی باید په خپل ژمنو عمل وکړي.
امریکا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو وګړو صندوق د کار له تمدید ملاتړ وکړ

په ملګرو ملتونو سازمان کې د امریکا متحدهایالاتو ځانګړې استازولۍ، د یوه بل کال لپاره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د کار له تمدید ملاتړ څرګند کړی.
په دې سازمان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ پرون ناوخته یوه اعلامیه کې لیکلي، متحدهایالات د اسټرالیا، اتریش، بلجیم، کاناډا، هالنډ، نیوزیلنډ او انګلستان په ګډون په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د کار له تمدید ملاتړ کوي، څو دا اداره وکولای شي د افغانانو بشري او اساسي اړتیاو پوره کولو کې مرستې ته دوام ورکړي.
دې ادارې په خپله اعلامیه کې د طالبانو لهخوا د افغان نجونو او ښځو په زدهکړو، کار او نورو ټولنیزو برخو کې لګول شوي محدودیتونه هم غندلي او له طالبانو یې غوښتي چې دا ډول تبعیضي او ضد تولیدي تګلارې چې د بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو مخه نیسي، بېرته واخلي.
په ملګرو ملتونو کې د متحدهایالاتو د ځانګړې استازولۍ اعلامیه کې زیاته شوې، د طالبانو پرېکړو لا د مخه په سوړ ژمي او دې سخت اقتصادي حالت کې د مهمو مرستو د رسولو مخه نیولې ده.
ملګرو ملتونو کې د امریکا استازولۍ په افغانستان کې د مرستو رسولو برخه کې له ښځینه کارکوونکو هم ملاتړ ښودلی، څو په خبره یې، د ښځو او نجونو په ګډون تر ټولو زیان منونکي نفوس ته بشپړ، خوندي او بې خنډه لاسرسی دوام ومومي.
مککال: په افغانستان کې د ښځو وضعیت خراب شوی

د امریکا متحدهایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مککال وايي، له هغه وروسته چې امریکايي سرتېري له افغانستان ووتل، په دې هېواد کې د ښځو وضعیت خراب شوی دی.
مککال دا څرګندونې د استازو جرګې ته، واشنګټن کې د افغانستان د پخوانۍ سفیرې رویا رحماني د بلنې په مناسبت کړې دي.
د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې لهخوا یوه خبرپاڼه کې چې پرون ناوخته خپره شوې لیکل شوي، افغانستان کې له ښځو هر ډول ازادي اخستل شوې، ښوونځیو ته نهشي تلای او ان بې له محرمه د سفر اجازه هم نهلري.
د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې په خبرپاڼه کې په افغان نجونو د پوهنتونونو تړل کېدو، پارکونو ته یې په تلو بندیز، نادولتي موسسو کې یې د کار مخنیوي او یو شمېر نور بندیزونه هم یاد شوي.
خبرپاڼه د مککال له قوله لیکي، افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې طالبانو په کې ښوونځي او پوهنتون ته د نجونو د تلو مخه نیولې.
د امریکا متحدهایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر وايي، د استازو جرګې ته یې د رویا رحماني له بلنې موخه دا ده چې افغان ښځو ته یو پيغام ورسوي چې دوی نهدي هېرې شوي.