د امريکا د بهرنيو چارو مرستيال وزير، چې تاجکستان ته په سفر تللي، وايي چې امريکا به له افغانستانه د خپلو تجهيزاتو او وسايلو د ايستلو لپاره د تاجکستان له لارو کار وانخلي، خو د دې ترڅنګ چې د پاکستان لاره په نظر کې لري د تاجکستان او افغانستان د ګاونډي ازبکستان له لارو څخه به هم استفاده وکړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د منځنۍ او جنوبي اسيا مرستيال رابرت بېليک په نوي ډيلي کې د افغانستان او هندوستان له چارواکو سره له خبرو وروسته تاجکستان ته تللی دی.
ده په ډيلي کې د افغانستان، هند او امريکا په دوهمه درې اړخيزه غونډه کې ګډون کړی و.
د ډيلي په غونډه کې د افغانستان او سيمې پر امنيتي وضعيت او په سيمه کې د سوداګري راکړو ورکړو د پراختيا پرلارو چجارو خبرې وشوې.
بلېک پرون د تاجکستان په مرکز دوشنبې کې وويل د امريکا متحد ايالتونه له تاجکستانه په دې منندوي دي چې د افغانستان د حالاتو د ښه کولو او ثبات لپاره يې هلې ځلې کړي او هيله يې څرګنده کړه چې تاجکستان به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د منځنۍ او جنوبي اسيا په چارو کې د امريکا د باندنيو چارو مرستيال وزير د تاجکستان له ولسمشره وغوښتل ازاد، عادلانه او شفاف انتخابات ترسره کړي.
د تاجکستان د ولسمشرۍ انتخابات د روان ميلادي کال د نومبر په مياشت کې کېږي.
رابرت بلېک له ولسمشر امام علي رحمان سره له کتنې وروسته په يوه خبري غونډه کې په دې باب خبرې وکړې.
ده وويل: د مدني ټولنې د ودې لپاره زياتو ازاديو ته اړتيا ده.
بلېک د تاجکستان دوه ورځني سفر پرون پيل کړ او په لومړۍ ورځ يې د تاجکستان د مدني ټولنو له فعالانو او د دغه هيواد د غيرحکومتي موسسو له استازو سره وکتل.
ټاکل شوې ده چې ښاغلي بلېک د امريکا – تاجکستان په کالنۍ مشورتي غونډه کې هم ګډون وکړي.