د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۱:۱۵

په لغمان کې په روانو عملیاتو کې ۳۲تنو ته مرګ ژوبله اوښتې


په لغمان کې په روانو عملیاتو کې د څلورو پاکستاني وسله والو په ګډون څه باندې دوه دیرش تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د والي ویاند سرحدي ځواک ازادۍ راډيو ته وویل، چې د شمشېر ۳۳ په نامه دغه چاڼيز عملیات دوه ورځې وړاندې د الینګار ولسوالۍ اړوند سیمو کې پیل شوي وو، چې تر دې دمه په کې دوه دیرش تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې په څلور تنه پاکستاني وسله وال هم شامل دي:

"د روانو چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې نن غرمه د کټه سنګ او ګل ارام په سیمو کې د افغان امنیتي ځواکونو سره په وسلواله نښته کې ۱۵ کسه وسلوال طالبان وژل شوي او ۱۷ تنو ته یې ژوبله اوښتې په وژل شوېو کسانو کې یې دوه تنه د قاري الماس او عمري په نامه مشهور قوماندانان، څلور تنه پاکستانیان او دوه تنه ځان وژونکي شامل دي."

نوموړی وايي، چې په دغو عملیاتو کې د الینګار ولسوالۍ ډيرې سیمې له وسله والو پاکې شوي هم دي.

د ځواک په خبره د لغمان د ملي امنیت منسوبینو د تیرې یوې اونۍ په جریان کې د دوه ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه ځان وژونکي او یو تن د یادو ځان وژونکو سره د لیږد د همکاری په جرم نیولي، چې دا مهال تر پوښتنو ګرویګنو لاندې دي.

بل خوا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وايي،چې په دې عملیاتو کې یوازې دوه تنه طالبان وژل شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

مجاهد ادعا کړې، چې په دې عملیاتو کې د دولت امنيتي ځواکونو ته يي هم درنه مرګ ژوبله اړولې ده، خو د لغمان ولایتي چارواکي بیا دا ادعا نه مني.

شاه محمود شینواری ـ جلال اباد
XS
SM
MD
LG