د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۶

جان کري اروپايي او منځني ختیځ هېوادونو ته سفر پیلوي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري د راتلونکي یکشنبې په ورځ، د رواني عیسوي میاشتې پر ۲۴ نیټه اروپايي او منځني ختیځ هېوادونو ته سفر پیلوي، خو په فلسطین او اسرائیلو کې، نه تم کېږي.

لا تر اوسه نه ده څرګنده، چې نوموړی به روسیې ته ولاړ شي او د بهرنیو چارو له وزیر سره به مستقیم ملاقات وکړي؟

جان کري د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه، خپل لومړی سفر، ښايي بریتانیا، جرمني، فرانسې، ایټالیا، ترکېې، مصر، سعودي عربستان متحده امارات او قطر ته وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو، وزارت ویاندې ویکټوریا نولند ویلي دي، د جان کري دیپلوماتیکي هڅې به د سوریې مالي ستونزو او افغانستان ته متمرکزې وي.

جان کري به اسرائیل او فلسطین ته چې امریکا د شپږو لسیزو راهیسې د دې دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزې د حل لپاره دیپلوماتکي هڅې کوي سفرونه کړي.

د ویکټوریا نولند په قول، امریکا منتظره ده چې اسرائیل خپل حکومت جوړ کړي. په دې وروستیو کې په اسرئیلو کې انتخابات وشول، اوس د اسرائیلو مختلف سیاسي ګوندونه، د یوه ګډ ایتلافي حکومت پر تشکېل کار کوي.

د اسوسیتید پریس خبري اژانس لیکي:

اسرائیل او فلسطین ته د جان کري د نه سفر کولو اعلان به، هغه هیلي زیانمني کړي، چې وايي د بارک اوباما اداره ښايي د منځني ختیځ د سولې د پروسې را ژوندۍ کولو لپاره تازه نوښتونه ولري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري به لومړی په لندن کې د لوړ پوړو مقاماتو سره لیدنه وکړي. دا راز په جرمني کې به ځوانانو ته د نړېوالو مسایلو په اړه وینا وکړي.

د جان کړي پلار د سړې جګړې پر وخت په جرمني کې چې هغه مهال پر دوو برخو ویشل شوی و، د یپلومات و او جان کري هلته څه موده ژوند کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو نوی وزیر جان کړي به په پاریس کې له مقاماتو سره په مالي هېواد کې د فرانسې د مداخلې په اړه خبرې وکړي.

هغه به په ایټالیا کي د سوریې د اپوزیسیون له مشرانو سره هم وګوري.

د ویکټوریا نولند، په وینا جان کري ښايي د سوریې د سیاست په اړه په قاهره ، انقره، ریاض، ابوظبي، عربي امارتو، دوحه او قطر کې له مقاتو سره خبرې وکړي.

تر اوسه لا د جان کري د سفر په اجنډا کې څرګنده نه ده، چې هغه به، د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سره مستقیمې خبرې وکړي؟ ځکه امریکا پر روسیې تور لګوي، چې د سوریې له جمهور رئیس بشار الا سد سره دوامداره نظامي مرسته کوي.

جان کري د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاواروف سره ټیلیفوني خبرې کړي دي او دواړو پر دې موافقه کړې ده، سره له دې چې حکومتونه یې پر یو شمېر مسایلو د نظر اختلاف لري، خو دوي به سره و ویني.
XS
SM
MD
LG