د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۰:۴۱

د روسيې او عربي ټولنې ګډه غونډه


د روسيې د بهرنيوچارو وزير د عربي ټولنې له مشر نبيل العربي او د مصر، عراق، کويت او لبنان د بهرنيو چارو له وزيرانو سره په ماسکو کې د چهارشنبې په ورځ د سوريې په اړه خبرې وکړې.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف وويل چې روسيې له عربي هيوادو سره ګډې هڅې پيل کړې دي، څو د سوريې د حکومت استازي او د هغوي مخالفان د روغې جوړې خبرو ته سره کښينوي.

سرګي لاوروف پر دې ټينګار وکړ چې د دې خبرو لپاره بايد يو لورې هم وارله مخه شرط نه کيږدي:

« د دې دوه کلنې لانجې د پاي ته رسيدو وخت رارسيدلي. د سوريې ښکيلې خواوې نه شي کولي، چې له پوځي لارې ستونزه هواره کړي، ځکه چې دا لاره هيڅ ځاي ته نه رسيږي او داسې لاره ده چې په دواړو خواوو کې پکې خلک وژل کيږي»

د سوريې په دوه کلنې شخړې کې تر اوسه د ملګرو ملتو په وينا نژدې اويا زره کسان وژل شوې او تقريبا څلور ميليونه نور له خپلو سيمو بې ځايه شوې دي.

د چهارشنبې په ورځ په ماسکو کې د روسيې او عربي ټولنې د استازيو د خبرو تر لومړۍ دورې خبرو وروسته لاوروف خوشبيني څرګنده کړه چې د سوريې ياغيان به خبرو ته راکاږي:

« تر څه مودې مخکې پورې لا داسې کسان وو چې د سوريې مخالفان به يې له حکومت سره له خبرو زړه تورې کول، خو زما په باور اوس شرايط بدل شوي. دا ډيره مهمه ده چې خبرو ته د مخالفانو چمتوالي د حکومت د چمتوالي له اعلان سره تاييد شي»

لاوروف همداراز د سوريې د ستونزو د هواري په برخه کې د عربي ټولنې پر مشرۍ ټينګار وکړ. عربي ټولنې او روسيې له سوريې غوښتې دي چې د مخالفانو د سولې وړانديز ته غاړه کيږدي.

تيره مياشت د سوريې د ملي ايتلاف ډلې مشر معيز الخطيب د سوريې حکومت ته وړانديز وکړ چې د حکومت له هغو چارواکو سره خبرو ته چمتو دي چې لاسونه يې د خلکو پر وينو نه وي لړل شوي. د الخطيب له دې وړانديز سره د اپوزسيون يو شمير نورو ډلو مخالفت وکړ او ويې ويل چې تر هغو بايد خبرې ونه شي چې بشار الاسد له واکه لاس نه وي اخيستي.

ټاکل شوې ده چې د راتلونکې اونۍ په پيل کې د سوريې د بهرنيو چارو وزير وليد المعلم ماسکو ته ولاړ شي بيا وروسته د سوريې د ملي ايتلاف مشر الخطيب په ماسکو کې له چارواکو سره خبرې وکړي.
XS
SM
MD
LG