د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۲

افغان قاچاقبر په اندونيزيا کې زنداني شو


يو افغان په اندونيزيا کې د انسانانو د قاچاق په جرم په شپږ کاله بند محکوم شو او نهه اويا زره ډالره جريمه شو.

څارنوالانو وويل چې شل کلن داوود اميري هغه څوک دي چې له اندونيزيا څخه يې هڅه کوله چې په بيړۍ کې کډوال استراليا ته واستوي او له هغوي څخه نوي تنه په اوبو کې ډوب شول.

د ماريانا په نوم قاضي وويل چې داوود اميري داسې څه کړې دي چې له امله يې خلک وژل شوې دي خو دي د دې ډلې يو غړي دي.

د جون په يو ويشتمه د اندونيزيا په سمندر کې د استراليا کرسمس ټاپوګانو ته څيرمه له دوه سوه کډوالو يو سل او لس کسه اوبو يوړل. دا کسان د افغانستان، ايران او پاکستان وو.

څارنوالانو وويل چې اميري دا منلې ده چې په کشتۍ کې تر عادي حالت ډير کسان سپاره شوې وو، خو کشتۍ يې استراليا ته واستوله.

اميري چې درې کاله مخکې اندونيزيا ته تللي و، وايي له ده سره يوه پاکستاني مرسته کوله.

داوود اميري د جنوري د مياشتې له پيښې وروسته ونيول شو، خو پوليس وايي چې ده دا منلې ده چې مخکې يې هم درې ځله کډوال استراليا ته استولي دي، خو په هغو دريو وارو کې کومه ستونزه نه وه پيدا شوې.

اندونيزيايي څارنوالان وايي چې داوود اميري له سيد عباس سره غيرمستقيم ارتباط درلود. سيد عباس افغان دي او د هغې ډلې مشر دي چې خلک يې قاچاقي استراليا ته رسول او اوس دي په اندونيزيا کې زنداني دي. استراليا له اندونيزيا غوښتې دي چې سيد عباس وروسپاري.

له دوه زره يولسم کال راهيسې په اندونيزيا کې د انسانانو قاچاق جرم ګڼل شوي دي او د دغه هيواد د مهاجرت له قانون سره سم پر هغه کس چې نور قاچاقي بل هيواد ته ليږي له پنځو تر پنځلس کلونو پورې بند خيژي.
XS
SM
MD
LG