د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۷

لويي څارنوالۍ د کابل، کندهار او هرات د زندانونو د وضعیت ارزیابي پیل کړه


د افغانستان لویه څارنوالۍ وایي، هیڅوک د بندیانو د شکنجه کولو حق نه لري او دوي د هغو حکومتي کارکوونکو د پیژندلو هڅې پیل کړي، چې په زندانونو کې یي بندیان شکنجه کړي دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند بصیرعزیزي ازادي رادیو ته وویل، د لویي څارنوالۍ د سرپرست« نورحبیب جلال» په مشرۍ یو هیئت ټاکل شوی، څو مساله په هر اړخیزه توګه وڅیړي.

دی وایي، هیئت د چهارشنبې په ورځ د کابل، کندهار او هرات ولایتونو د زندانونو د وضعیت ارزیابي پیل کړه:

«لویه څارنوالۍ دنده لري، دا موضوع په کلکه سره وڅیړي، که هرچا د تحقیق او نیولو پرمهال بندیان ځورولي او یا یي اوس مهال په زندانونو کې شکنجه کوي او ناوړه چلند ورسره کوي، قانوني چلند به ورسره وشي.»

دا پلاوی په داسې حال کې ټاکل شوی چې، د دلوې په دریمه جمهوررییس کرزي د حقیقت موندنې حکومتي پلاوي ته سپارښتنه کړې وه چې، د زندانونو وضعیت دې ارزیابي کړي.

د حقیقت موندنې هیئت د خپلو ارزیابیو په نتیجه کې تایئد کړه، چې په ځینو مواردو کې بندیان د حکومتي کار کوونکو او بهرنیو ځواکونو له خوا شکنجه شوي دي.

یاد پلاوی د خپلو ارزیابیو له بشپړولو وروسته د دلوې په درویشتمه په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې، بندیان د نیولو او تحقیق پر مهال، ځورول شوي دي.

د دې پلاوي د ټاکل کېدو دمخه« یوناما » یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر د هېواد په زندانونو کې د بندیانو د شکنجو او ورسره د ناوړه چلند په هکله یو راپور خپور کړی و.

د یوناما راپور وایي، د کابل، کندهار او هرات ولایتونو په توقیف خانو او زندانونو کې، بندیانو له شکنجو او په ځینو مواردو کې له جنسي تیریو شکایتونه کړي دي.

خو د حقیقت موندنې حکومتي پلاوي ویلي، چې بندیانو ورته د سیستماتیکو شکنجو او جنسې تیریو په هکله شکایت نه دی کړی.

پلاوي جمهورريس کرزي ته د بندیانو د شکنجه کوونکو د معلومولو وړاندیز هم کړی دی.

جمهوررییس د تیرې چهارشنبې په ورځ د قضایي کمیټې په غونډه کې لویې څارنوالۍ ته سپارښتنه وکړه چې، د بندیانو د شکنجه کوونکو معلومولو ته دې اقدام وکړي.

په دې هکله د جمهوري ریاست په اعلامیه کې راغلي، چې د بندیانو شکنجه کوونکې دې معلوم او قضایي ادارو ته دې وسپارل شي،د افغانستان د بشر د حقونو سازمان د لوی څارنوالۍ د اقدام هرکلۍ کوي.

د دې سازمان ريیس لعل ګل لعل وایي، ټاکل شوی پلاوی باید مساله په صداقت سره وڅیړي، څو په هېواد کې د مجازاتو او مکافاتو فرهنګ دود شي:

«که د لویي څارنوالۍ پلاوی په هر اړخیزه توګه او په ایماندارۍ سره دا دنده ترسره کړي، باور لرم چې په زندانونو او توقیف خانو کې به د بندیانو ځورول پای ته ورسیږي.»

جمهورريیس کرزی دا حکم هم کړی، چې د تورن د تحقیق جریان دې په ویډیویي کمرو کې ثبت شي.

راپورونه وایي، د هېواد په زندانونو کې د بندیانو شکنجه کول، له کلونو راهیسي دوام لري.

زندانیان وایي، پر شکنجو سربیره، د دوي ځیني په ځانګړو کوټو کې څو شپې او ورځې ایسار هم ساتل کېږي.

خان محمد “سیند”
XS
SM
MD
LG