د افغانستان د علماوو شورا پاکستاني علماوو ته په یوه لیک کې لیکلي، چې د دیني علماوو په راتلونکې غونډه کې د نه ګډون لپاره هیڅ قانع کوونکی دلیل او پلمه نه لري.
د دې شورا یو غړي مولوي شهزاده شاهد وایي، د پاکستاني علماوو مشر د افغانستان د علماوو شورا ته په رالیږل شوي لیک کې ځینې اندیښنې مطرح کړې وې، خو دا اندیښنې د ده په خبره جدي او پرځای نه دي.
مولوي شاهد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان او پاکستان د دیني علماوو په راتلونکې غونډه کې به د هیڅ یوې ډلې پرضد فتوی نه ورکول کیږي.
ښاغلي شاهد څرګنده کړه، که دوي ډاډمن شي چې په دې غونډه کې به د طالبانو او حزب اسلامي استازي برخه اخلي نو هغوي ته به هم د ګډون بلنه ورکړي.
د پاکستان د علماوو شورا مشر مفتي ابوهریره خپل افغان سیال مولوي قیام الدین کشاف ته په یوه تازه رالیږل شوي لیک کې ویلي، په کابل کې د دینې علماوو راتلونکې غونډه به پرطالبانو یوه حمله وي او دوي نه غواړي په کې ګډون وکړي.
ابوهریره د ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي، د افغانستان د علماوو شورا به په دې غونډه کې له یوه لوري څخه ملاتړ وکړي نو ځکه دوي نه غواړي، چې د دواړو هېوادونو د دیني علماوو په راتلونکې غونډه کې برخه واخلي.
پاکستاني علماوو یو استدلال دا وړاندې کړی، چې ځینې افغان علما د طالبانو پرضد جدي خبري کوي او په دې کانفرانس کې هم ښایي د هغوي په غیاب کې ځینې فتواوې صادرې شي.
د افغانستان د سولې عالي شورا هم د دې غونډې په جوړیدو ټینګار کوي او وایي، چې د سولې هڅې باید د سیاستونو قرباني نشي.
ددې شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار ازادي راډیو ته وویل، داسې هیلې موجودې دي چې دغه غونډه به په خپل وخت جوړه شي:
(د قراني نسوسو په رڼا کې سوله یو واجبی موضوع ده، ورځني مقطعي سیاستونه نه باید په دې موضوع کې شامل کړو، تراوسه داسې هیله شته چې دا غونډه جوړه شي.)
د جمهوري ریاست ویاند ایمل فیضي هم ازادي راډیو ته ویلي چې د پاکستان او افغانستان د دیني علماوو د غونډې په جوړولو له وړاندې موافقه شوې او که پاکستاني علماو اندیښنې درلودې له دې موافقې مخکې یې باید مطرح کړي وای.
کابل او اسلام آباد د کابو درې میاشتې وړاندې موافقه وکړه چې په کابل کې به د دواړو هیوادونو د علماوو ګډه غونډه جوړیږي.
ټاکل شوې چې دغه غونډه په راتلونکې میلادي میاشت کې په کابل کې جوړه شي او د دواړو هیوادونو پنځه سوه دیني علما په کې برخه واخلي.
راپور : اسدالله لودین