د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۳

په کوټه کې د ٩٠ هزاره ګانو مړي نن ښخېږي


د پاکستان د ولسمشر اصف علي زرداري او صدراعظم راجه پروېز اشرف له خوا کوټې ته لېږل شوې د پارلمان د شپږکسيز پلاوي او د اعتصاب کوونکېو شيعه مسلمانانو ترمنځ مذاکرات بريالي شوي او شيعه مسلمانان دې ته اماده شوي چې د خپلو ٩٠ تنو مړي نن خاورو ته وسپاري. حکومت منلې، چې د بلوچستان په ځينو سيمو کې به د هزاره قوم د سلګونو کسانو د قاتلينو په خلاف هدفي عمليات کوي.

د پاکستان د مرکزي پارلمان د غړېو شپږکسيز پلاوى د اطلاعاتو د وزير قمرزمان کايره په مشرۍ پرون کوټې ته راغى چې د هزاره قوم له مشرانو او د شيعه مسلمانانو د اتحاديې وحدت المسليمن له مشر سره يې خبرې اترې وکړې.

دغه دوه ساعته مذاکرات اخير بريالي اعلان شول. د وحدت المسليمن ډلې مشر علامه امين شهيدي تر مذاکراتو وروسته رسنيو ته په خبرو کې د اعتصاب د پاى ته رسېدو اعلان وکړ او ويې ويل چې د شنبې د ورځې په چاودنه کې د وژل شويو ٩٠ تنو مړي به نن خاورو ته وسپاري:

"په ټول پاکستان کې چې چېرې هم اعتصاب پيل شوى وو، پاى ته به ورسېږي او د مړيو د ښخولو مراسم به زموږ د هزاره قوم د يووالي له شورا خصوصاً سردار سعادت سره وڅېړل شي او وروسته به خلک خپلو کورونو ته ستانه شي."

د اطلاعاتو مرکزي وزير قمرزمان کايره هم د شيعه مسلمانانو له مشرانو سره تر ليدو وروسته رسنيو ته وويل چې د هزاره ټاون د چاودنې د تنظيموونکېو په خلاف يې هدفي عمليات پيل کړي دي او په تېرو دېرش ساعتونو کې يې څلور تنه وسلوال وژلي او ١٧٠ نور يې نيولي دي:

"عمليات له وړمې ورځې روان دي او دا عمليات به تر هغه وخته دوام لري چې د هزاره قوم وژونکې وسلوال مو نيولي او په سزا رسولي نه وي. په دې دوه وځنيو عملياتو کې مو تر اوسه څلور وسلوال وژلي او ١٧٠ تنه مو نيولي دي او زياته اندازه چاودېدونکې مواد مو هم ځنې تر لاسه کړي دي."

د شيعه مسلمانانو او هزاره قوم له مشرانو سره د شپږکسيز پارلماني پلاوي تر خبرو وروسته هم د پاکستان ازادو سرچېنو خبرونه خپاره کړل چې په چاودنه کې د وژل شويو کسانو کورنۍ وايي دوى به تر هغه وخته خپل اعتصاب ته دوام ورکړي او د خپلوانو مړي به يې خاورو ته ونه سپاري چې ټولې غوښتنې يې نه وي منل شوې،خو د وحدت المسلمين مشر علامه امين شهيدي وايي اعتصاب يې پاى ته رسېدلى دى.

د هزاره قوم يو مشر وايي د کورنۍ اووه تنه يې د شنبې د ورځې په چاودنه کې له لاسه ورکړي، خو د ټولو هغو کورنيو مننه کوي د هزاره توکمه شيعه ګانو د وژنې په خلاف په اعتصاب کې يې برخه واخيسته، نوموړي د اعتصاب د پاى ته رسولو د پرېکړې هرکلى وکړ:

"د چاودنې د ټولو قربانيانو له کورنيو او د ټول پاکستان له شيعه مسلمانانو مننه کوم چې په دې اعتصاب کې يې له موږ سره ګډون وکړ، زه له حکومت سره د شويو مذاکراتو- چې د وسلوالو په خلاف به عمليات کوي- هرکلى کوم."

د پاکستان د داخله چارو وزير رحمان ملک چې پرون له ايرانه تر را ستنېدو وروسته سيخ کوټې ته راغى، پر هوايي ډګر يې له خبريالانو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې لښکرجنګوي، لښکرطيبه او جيش محمد وسلوال تنظيمونه د بهرنيو قوتونو په لارښوونه په پيسو په پاکستان کې وسلوال فعاليت کوي. رحمن ملک وويل په کوټه کې به د هزاره توکمه شيعه ګانو د استوګنو په سيمو کې به امنيت سخت کړي:

"هغه سيمه چې هزاره ګان پکې اوسېږي په هر صورت او ارومرو داسې بندوو او ممنوعه سيمه به يې ګرځوو لکه موږ چې په اسلام اباد کې اکثره سيمې همداسې کړې دي چې هلته به هيڅ داسې کس دننه ور نه شي چې مشکوک وي."

ټاکل شوې ده چې د شنبې د ورځې د ٩٠ تنو مړيو د جنازې او ښخېدو مراسم به نن تر سره شي.

بارکوال مياخېل- کوټه
XS
SM
MD
LG