د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۵ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۵:۲۲

"د دولتي او حکومتي چارواکو له خپلوانو سره دې قرارداد نه لاسلیک کیږي"


رابرت باب مینندیز له افغان ولسمشر سره، په یوشمېر مهمو مسالو خبرې وکړې
د امریکا د متحده ایالاتو د سنا د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر رابرت باب مینندیز د سې شنبې په ورځ د کابل په ارګ کې د افغانستان له جمهور رئیس حامد کرزي سره وکتل او د افغانستان او متحده ایالاتو ترمنځ د اوږدې مودې ستراتيژیکې همکارۍ د تړون، د سولې د عملیې، د اداري فساد پر ضد د مبارزې او انتخاباتو په ګډون، په یو شمېر مهمو مسالو یي خبرې وکړې.

جمهور رئیس حامد کرزي له ښاغلي مینندیز سره په کتنې کې وویل، متحده ایالات باید د افغانستان دولتي او حکومتي چارواکو او د هغوي خپلوانو ته ستر قراردادونه ورنه کړې او دا یي په هېواد کې د فساد اصلې منبع وبلله.

جمهور رئیس کرزي دا هم وویل، چې نړېواله ټولنه او په خاص ډول متحده ایالات باید په افغانستان کې د اداري فساد په له منځه وړلو کې له افغان حکومت سره صادقانه مرسته او همکاري وکړي.

څه موده مخکې په افغانستان کې د امریکایي او ناتو ځواکونو پخواني عمومي قوماندان جنرال جان الن ویلي و، چې د افغانستان د پارلمان یوه وکېل په تیرو لسو کلونو کې له امریکا څخه ستر قراردادونه تر لاسه کړي، خو له دي پیسو څخه یي له وسله والو مخالفانو سره مالې مرستې کړي دي.

افغان حکومت وایي، دوي په وار وار بهرنیانو ته ویلې چې په خپل سر دي دا ډول قراردادونه افغان چارواکو ته نه ورکوي او دا پخپله فساد ته لار هواروي.

ښاغلي فیضي ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، جمهور رئیس کرزي د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو له رئیس رابرت باب مینندیز سره په کتنې کې دا ډول قراردادونه د فساد د منبع په نامه یادکړل او د بندولو غوښتنه یي وکړه.

نړېواله ټولنه دا استدلال هم کوي، چې افغان حکومت تر اوسه، پوره کاري او اداري ظرفیت نه لري او د سترو پروژو یا قراردادونو د سمبالښت او عملي کولو توان نه لري.

د جمهوري ریاست په اعلامیې کې ویل شوي، چې جمهور رئیس کرزي د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو د کمیټي له رئیس سره په کتنې کې د سولې په عملیې کې د پاکستان ، متحده ایالاتو او نورو هیوادونو په صادقانه همکارۍ ټینګار وکړ.

جمهور رئیس کرزي دغه راز وویل، حکومت یي په افغانستان کې د جمهوري ریاست لپاره د آزادو، شفافو او عادلانه انتخاباتو د ترسره کولو لپاره ژمن دی.

د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو د کمیټې رئیس ښاغلی مینندیز چې پدي وروستیو کې په دغې دندې ټاکل شوی، له جمهور رئیس کرزي سره په کتنې کې وویل، دا چې افغانستان یو ډېر مهم هیواد دی، خپل لومړنی بهرنی سفر یي دغه هیواد ته وکړ.
XS
SM
MD
LG