د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۱

امريکا د افغانستان لپاره منځګړي ته اړتيا لري


نيويارک ټايمز:

« د امريکا محدود بهرني سياست» دا د افغانستان په اړه د نيويارک ټايمز ورځپاڼې د خپاره کړې مطلب سرليک دي، د دې ليکنې په يوې برخې کې لولو، دا له حقيقته لرې نه ده چې څوک ووايي چې د امريکا بهرني سياست يو مخ د امريکا د کورني سياست د تخنيکي ملاحظاتو تابع دي.

د ورځپاڼې په باور دا د ( معاف شوي دولت) په نوم د کتاب د ليکوال خبرې دي، دا کتاب ولي نصر ليکلي دي، چې دوه کاله يې د ولسمشر اوباما د ادارې لپاره کار وکړ او بيا د جان هاپکينز په پوهنتون کې د نړيوالو تحقيقاتو د ادارې مشر وټاکل شو.

د ( معاف شوي دولت) کتاب د اپريل په مياشت کې چاپيږي، په دې کتاب کې ليکل شوې دي چې د امريکا بهرني سياست په سپينه ماڼۍ کې د يوې ډلې بې تجربې سلاکارانو له لورې څارل کيږي.

نصر چې د منځنۍ ختيځ په برخه کې د امريکا يو مهم صاحب نظر دي د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د پخواني استازي ريچرد هولبروک جګپوړي سلاکار هم پاتې شوي. دي په دې باور دي چې د اوباما د ادارې اساسي هدف د ستراتيژيکو پريکړو نه دي، بلکه هدف يې د عامه خلکو د توجه جلبول دي.

نيويارک ټايمز بيا د ولي نصر د کتاب ځيني برخې اقتباسوي، چې د امريکا د پخواني لوي درستيز مايک مولن په وينا څرګندوي چې دغه سياست په حقيقت کې د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت فعاليتونه کمزورې کړې وو او په سپينه ماڼۍ کې يې د ميرمن کلنټن پر ملاتړ سيوري غوړولي و.

د نيويارک ټايمز ورځپاڼې په باور د امريکا ولسمشر بارک اوباما ريچرد هولبروک خپل ځانګړي استازي ټاکلي و، خو دا ډاډ يې ترلاسه کړي و چې هغه به کله هم ديپلوماتيک صلاحيت نه لري.

د امريکا د ولسمشر پيغام افغان ولسمشر حامد کرزي ته دا و چې د ځانګړي استازي په خبرو پسې ونه ګرځي. کابل ته د سفر پر مهال هم له اوباما سره هولبروک نه و او په هغې خبرې غونډې کې چې اوباما او کرزي لرله، هلته هم هولبروک حاضر نه و.

د ورځپاڼې په باور ولي نصر په خپل کتاب کې ليکلي دي چې په افغانستان کې ديپلوماسي تري تم شوې وه او له طالبانو سره د افغانستان د راتلونکې په اړه جدي خبرې چې ايران به هم پکې وي پسې ورکې شوې.

ولي نصر په خپل کتاب کې دې نتيجې ته رسيدلي دي چې امريکا خپل لاسونه له افغانستانه وينځلي دي او هيله لري چې له دغه هيواده د خپلو پوځيانو له ايستلو سره له کوم ناورين سره مخامخ نه شي.

فايننشل ټايمز:

فايننشل ټايمز ورځپاڼې بيا د پاکستاني ليکوال او څيړونکي احمد رشيد مقاله خپره کړې ده. د دې ليکنې عنوان دي « امريکا د افغانستان لپاره منځګړي ته اړتيا لري».

په دې مقالې کې لولو، امريکا او ناټو هڅه کوي چې د افغان حکومت، پاکستان او طالبانو د سولې هڅې ګړندۍ کړي، خو دا هڅې به د پخوا په څير په زړه برابرې نتيجې تر هغو ورنه کړي چې امريکا د خبرو پخواني دود پرې نه ږدي او د منځګړيتوب اهميت درک نه کړي.

د فايننشل ټايمز ورځپاڼې په باور پخوا د سولې د خبرو د اساسي لوبغاړو، يعني افغانستان، طالبان، پاکستان او امريکا تر منځ اختلافات زيات و او سيمه ييز لوبغاړي، لکه ايران، منځنۍ اسيا، هند او روسيه له صحنې بهر شوې وو.

د همدې لپاره په قطر او جرمني کې دغه ډول خبرو نتيجه ورنه کړه او هغو طالبانو ته د خپلو کسانو له لورې ګواښ وشو چې په دې خبرو کې يې برخه اخيستې وه.

د احمد رشيد په وينا اوس په سياسي صحنې کې بدلون راغلي دي، لومړي خو د امريکا نوي ټيم چې جان کري او چوک هيګل پکې دي پر سياسي هڅو ډير تمرکز کوي، د پاکستان په حکومت په ځانګړې ډول پوځ کې بيا دا احساس پياوړي شوي دي چې د دوي په هيواد کې د امنيت لپاره د افغانستان سوله ضروري ده، په طالبانو کې هم اختلافات پيدا شوې دي او يو شمير په دې باور دي چې له افغانستانه به د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته د جګړې ډګر ته ولاړ نه شي.

خو د فايننشل ټايمز ورځپاڼې په باور که چيرته د سولې خبرې چې امريکا يې منځګړيتوب کوي او د افغانستان، پاکستان او طالبانو تر منځ مخته ولاړې شي بيا به هم نتيجه ورنه کړي.

د احمد رشيد په باور امريکا بايد راويښه شي او پوه شي چې د دوي په منځګړيتوب سوله نه شي راتلي. د ليکوال په باور په داسې وخت کې چې امريکا په افغانستان کې د يوه اشغالګر ځواک په توګه پيژندل کيږي، د شپې په مخه په علمياتو کې طالبان په نښه کوي او په پاکستان کې د بې پيلوټه الوتکو له لارې عمليات کوي نو يو موثر منځګړي کيداي نه شي څو د سولې له لارې جګړه پاي ته ورسوي.
XS
SM
MD
LG