د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

"د بهرنیو له خوا جوړې وسله والې ډلې باید منحلې شي"


وروسته له هغه چې ولسمشر په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو له لورې د وسله والو جوړو شویو ډلو د منحلولو په اړه فرمان ورکړ، د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د دغو ډلو د منحلولو لپاره یې هڅې ګړندۍ کړي دي.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي د سه شنبه په ورځ خبریالانو ته وویل؛ چې په دې اړه په افغانستان کې له بهرنیو میشتو ځواکونو سره خبرې شوي.

صدیقي دغه ډلې غیر قانوني ګڼي او وایي چې باید منحلې شي:

"موږ خپل کارونه پيل کړي، له نړیوالو ځواکونو څخه مو رسمي غوښتي چې دې کار ته نور دوام ورنکړي او انشاالله خوشبین هم یو چې ډیر ژر به نړیوال ځواکونه زموږ غوښتنه ومني. په هغه صورت کې چې زموږ امر ونه مني موږ به له دې ډلو سره جدي چلند وکړو.

شمیر یې ډیر لږ دی، په ځینو ولایتونو کې وظیفه یې یوازې همدا ده؛ چې د بېسونو امنیت ساتي، کوم ځانګړی شکایت ترې نه لرو، خو نور زموږ لپاره یې حضور غیر قانوني دی؛ نو باید منحل شي او هیڅ ستونزه نه لرو، چې منحل دی نه شي."


په دې وروستیو کې ولسمشر حامد کرزي د یوه فرمان له مخې د کورنیو چارو وزارت ته سپارښتنه وکړه، چې هغه وسله والې ډلې دې په افغانستان کې منحلې کړي، چې د نړیوالو ایتلافي قواوو په ملاتړ په ولایتونو کې فعالیت کوي.

د کورنیو چارو وزارت وایي، شاوخوا دوه کاله د مخه تصمیم ونیول شو، چې د نړیوالو ځواکونو د پوځي مرکزونو د امنیت ساتنې چارې دې سیمه ییز پولیسو ته وسپارل شي؛ د دغه وزارت ویاند وایي، چې اوس مهال هم سیمه ییز پولیس د بهرنیو ځواکونو د قرارګاګانو امنیت ساتي.

له بل لورې ښاغلی صدیقي د کورنیو چارو د وزارت له خوا د ملي پولیسو لپاره له جوړې شوې لس کلنې کړنلارې خبرې کوي او ډاډ ورکوي؛ چې باید ملي پولیس یو ولسي ځواک وي:

"هغه اساسي اهداف چې موږ یې لرو، دا دي، چې تر لسو راتلونکو کلونو ملي پولیس یو ملکي او ولسي ځواک اوسي چې له رسمي او غیر رسمي میکانیزمو څخه په ګټې له افغانانو سره ټینګې اړیکې ولري او د هغوی له غوښتنو سره سم خدمت وکړي او د خلکو له اعتماد او درناوی سره سم د خلکو ملاتړ او مرستې له ځانه سره ولري او خلک د معلوماتو په ورکولو او د قانون په نافذیدو سره د عامه نظم په ټینګښت او له جرمونو سره د مبارزې په وخت کې له پولیسو سره مرسته وکړي."

صدیقي وایي، د کورنیو چارو وزارت د دغه لید لوري له مخې د ولایتونو له ولسي شوراګانو، مدني ټولنې له استازو سره د سلا مشورو او د هغوی د وړاندیزونو له مخې به د وضعیت د ښه والي هڅې وکړي.

شاوخوا یوه نیمه میاشت دمخه د کورنیو چارو وزیر د مدني ټولنې له غړو سره په کتنې کې د ولسي پولیسو له جوړیدو خبر ورکړ.

مجتبی پټنګ وویل، چې دغه پولیس به وسلې ونه لري او له خلکو سره د تفاهم له مخې به دهغوی ستونزې اوارې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې داسې انتقادونه هم کیږي، چې په ځینو سیمو کې پولیس له خلکو سره سم چلند نه کوي او د هغوی ستونزی په پام کې نه نیسي.
XS
SM
MD
LG