د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۸

"د افغان ولسمشر نوی فرمان به د جګړې پر فضا کومه منفي اغیزه ونکړي"


د افغانستان د دفاع وزارت وايي، چې د جمهور رئیس حامد کرزي نوی فرمان چې د هستوګنې په ځایونو کې یې د افغان ځواکونو په پوځي عملیاتو کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي بمباري بندیز لګولی، د جګړې پر فضا کومه منفي اغیزه ونه کړي.

د دفاع د وزارت ویاند جنرال ظاهر عظيمي ازادي راډیو ته وویل، چې د افغانستان د دولت وسلوال مخالفین پراخ امکانات نه لري نو ځکه په جګړې کې هوايي ځواک ته دومره اړتیا نه لیدل کیږي:

"لکه څرنګه چې خبر یاست د ملي دفاع وزارت د وسلوالو ځواکونو د اعلی قومندان په توګه د جمهور رئیس له حکم نه ملاتړ کړی دی، هغه ډول جګړه چې په افغانستان کې روانه ده هوايي ملاتړ ته دومره اړتیا په کې نشته او موږ تصور کوو چې د جګړې پر فضا به کومه منفي اغیزه ونه کړي.

د افغانستان د جګړې دا رنګه ده چې هوايي ځواک ته په کې ډیره کمه اړتیا پیښیږي او ښايي هیڅ اړتیا ورته نه وي، ځکه مقابل لوري دومره پراخ امکانات نه لري."

افغان چارواکي هیله مندي، چې د جمهور رئیس حامد کرزي دغه نوی حکم به په افغانستان کې په پوځي عملیاتو کې د ملکي تلفاتو مخه ونیسي.

د جمهوري ریاست د چارو د ادارې له خوا په یوې اعلامیې کې راغلي، چې په دې حکم کې ښاغلي کرزي امنیتي ارګانونو ته امر کړی چې د خلکو هستوګنې په سیمو کې دې په پوځي عملیاتو کې په هیڅ عنوان له بهرنیو ځواکونو څخه هوايي مرسته نه غواړي.

د چارو د ادارې د څارنې او ارزونې د څانګې رئیس احسان الله طاهري ازادي راډیو ته وویل چې به دې حکم کې دا یادونه هم شوې چې د نړیوالو ځواکونو له خوا د شپې عملیاتو د بندیدو په اړه له شوې موافقې سره سره نړیوالو ځواکونو سرغړونې کړي دي:

"په حکم کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د تیرو هلو ځلو یادونه شوې چې په نتیجه کې یې د افغانستان د دولت او د ایساف ځواکونو د عمومي قومندانۍ ترمنځ د شپې د عملیاتو د بندیدو موافقه لیک لاسلیک شو.

خو له دې سره سره د هستوګنې په سیمو کې د نړیوالو ځواکونو په هوايي عملیاتو کې ډيرې زیاتې سرغړونې لیدل کیږي."

جمهور رئیس حامد کرزي دغه حکم وروسته له هغې ورکړ، چې د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې د نړېوالو ځواکونو په عملیاتو کې لس تنه ووژل شول.

دغه حکم په داسې حال کې ورکول کیږي، چې د افغانستان هوايي ځواک او تجهیزات یې په نشت حساب دي.

خو د جمهور رئیس حامد کرزي فرمان د یو شمیر کارپوهانو او د سیاسي ډلو له انتقادونو سره هم مخ شوی دی.

ځینې کتوونکي وايي چې که افغان ځواکونه په خپلو پوځي عملیاتو کې له بهرنیو ځواکونو هوايي مرسته ونه غواړي، نو د افغان ځواکونو مرګ ژوبله به زیاته شي.

د حکومت د سیاسي اپوزیسیون د یوې ډلې ملي جبهې مشر احمد ضیا مسعود څو ورځې مخکې وویل چې د جمهور رئیس دا پریکړ په کلیو کې د طالبانو واکمني په رسمیت پیژندل دي او په دې سره طالبان پیاوړي شي.

خو د عبدالهادي ارغندیوال په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند د جمهور رئیس له حکم څخه ملاتړ اعلان کړی دی.

په افغانستان کې میشت نړیوال ځواکونه وايي چې د جمهور رئیس امر به عملي کړي.

ددې ځواکونو مسئولین ډاډ څرګندوي چې د دوی له هوايي ملاتړه پرته به افغان ځواکونه خپل پوځي عملیات پر مخ بوتلای شي.
XS
SM
MD
LG