د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۴

د پاکستان حکومت د کوټه ښار پوځ ته نه سپاري


په کوټه کې اعتصاب کوونکيو شيعه مسلمانانو لا هم د خپلو ٨٩ تنو وژل شويو کسانو د ښخېدو مراسم ځنډولي او په کلکه غوښتنه کوي چي په کوټه کې دي پوځ ځاى پر ځاى او د وسلوالو په خلاف عمليات وشي، خو حکومت وايي ژر به يې د وسلوالو په خلاف عمليات بريالي شي، خو ښار پوځ ته نه شي سپارلاى. په وژل شوېو کسانو کې ٣٣ تنه افغاني هزاره ګان هم شامل دي.

کوټه ښار لا هم په وير او ماتم اخته دى، د ٨٩ تنو وژل شويو هزاره توکمه شيعه ګانو مړي له تېرو شپږدېرش ساعتونو راهيسې لا هم د کوټې په هزاره ټاون سيمه کې په تکيه خانو کې پراته دي او زرګونو خپلوان يې سر ته ناست دي او فرياد کوي:

د هزاره ټاون په شمول د کوټې پر علمدار سړک هم زرګونه شيعه مسلمانانو چي اکثره يې هزاره ګان دي د خپلو وژل شويو خلکو د وژنو په خلاف رېنګه کړې او په يوه خوله له حکومته غوښتنه کوي چي د کوټې ښار امنيتي چارې دي ارومرو پوځ ته وسپاري او د وسلوالو په خلاف دي هدفي عمليات وکړي:

"زموږ يواځينۍ غوښتنه دا ده چي ښار دي پوځ ته وسپارل شي، که نه وي موږ به خپل احتجاج ته دوام ورکړو."

د هزاره ډيموکراټيک ګوند سلګونه غړي هم پر علمدار سړک د احتجاج په توګه ناست دي. د دې ګوند لومړى مرستيال ميرزا حسين وايي که حکومت وغواړي د وسلوالو په خلاف په يوه اوونۍ کې ډېر بريالي عمليات تر سره کولاى شي:

"فکر کوم هدفي عمليات دومره ګران کار نه دى، ځکه د وسلوالو ټاکلې پناه ځايونه دي او په ځانګړيو ځايونو کې اوسېږي، دوى خبر دي چي هغوى چېرې اوسېږي، که حکومت د هدفي عملياتو اراده ولري او وغواړي چي په کوټه ښار يا پاکستان کې امنيت تامين شي، نو دا لږ تر لږه يوه اوونۍ غواړي، خو موږ په باور سره ويلاى شو چي حکومت تر اوسه د دغو وسلوالو په خلاف عمليات نه دي کړي، نو ولس او موږ داسې ګڼو چي دغه پېښې د دوى په خوښه کېږي او دوى يې په کوي."

د بلوچستان د کورنيو چارو سيکرتر اکبر حسين دراني پرون ماځيګر يوې خبري غونډې ته په وينا کې وويل چي په وژل شويو کسانو کې ٣٣ تنه افغاني هزاره ګان هم شامل دي چي مړي يې له نورو ٥٦ مړيو سره پراته دي. اکبر حسين درانى وايي دم ګړۍ دې ته اړتيا نه شته چي د ښار پر امنيت پوځ وګوماري:

"ملېشه ځواکونه مخکې له مخکې د ښار امنيت ساتي، ځکه پوځ ته هم د ملکي خلکو د امنيت ساتلو لپاره هماغه واک ورکول کېږي چي له ملېشه ځواکونو سره دى، نو دم ګړۍ موږ د پوځ اړتيا نه احساسوو."

همدارنګه د پاکستان صدراعظم راجه پروېز اشرف چي يوه مياشت مخکې يې د اتيا تنو وژل شويو هزاره ګانو د وژنو په خلاف څلورورځنى احتجاج د خپل ايالتي حکومت په ړنګولو پاى ته و رساوه او دوى ته يې ډاډ ورکړ، چي ګورنر به د وسلوالو په خلاف اقدام وکړي، پرون يې د پاکستان مرکزي پارلمان کې د شنبې د ورځې په چاودنو کې د وژل شويو هزاره ګانو په اړه وويل:

"د حکومت د مسوول په توګه زه دې ټول پارلمان، ټول ولس او ټول پاکستان ته دا باور ورکوم چي موږ به د کوټې د هزاره قوم د خلکو تر قاتلينو په هر ډول چي ممکنه وي ځان رسوو او په هيڅ ډول به په دې برخه کې له هيچا ونه وېرېږو او چا چي دا ظلم کړى هغوى به ضرور په سزا رسوو."

د کوټې د هزاره ټاون په علي اباد بازار کې د شنبې د ورځې په خونړۍ چاودنه کې ٩١ تنه وژل شوي چي د ٨٩ تنو مړي له تېرو څلوېښتو ساعتونو راهيسې په تابوتونو کې پراته دي او شاوخوا ١٨٠ ټپيان يې لا هم په روغتونو کې پراته دي چي له هغوى څخه يې هم يو- نيم د سختو ټپونو له امله ساه ورکوي او د زرګونو احتجاج کوونکيو منځ ته راوړل کېږي. دا په روال کال کې په کوټه کې دويمه لويه پېښه ده چي شاوخوا ١٧٠ هزاره توکمه شيعه ګان پکې وژل کېږي.

د يادونې وړ ده چي د پاکستان د سترې محکمې قاضي القضات افتخار محمد چوهدري له خپل جانبه د هزاره ټاون او د علمدار سړک د خونړيو چاودنو په اړه د پلټنو امر ورکړى او دا قضيه به نن د پاکستان په ستره محکمه کې و څېړل شي.

بارکوال مياخېل- کوټه
XS
SM
MD
LG