د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۰

"د کومې سیمې چې امنیت خوندي نه وي، هلته د رایو ورکولو صندق نه ږدم"


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون یو ځل بیا له امنیتي ارګانونو وغوښتل، چې په هېواد کې دې د ازادو او عادلانه انتخاباتو ترسره کولو ته د رایو ورکولو د مرکزونو امنیت ته تدابیر ونیسي.

د دې کمیسیون ريیس فضل احمد معنوي د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د انتخاباتو د پروسې پر وړاندې عمده ګواښ د هېواد په یو شمېر سیمو کې ناامني ده.

ده وویل، تر راتلونکي اوونۍ پورې به د رایو ورکولو د مرکزونو لست، امنیتي ادارو ته وسپاري.

ښاغلي معنوی خبرداری ورکړ، په کومې سیمې کې چې امنیت نه وي د رایې ورکولو صندق به په کې کښینه ښودل شي:

«که زه د دوه زره څوارلسم کال د جمهوري ریاست د انتخاباتو مسئولیت ولرم، په کوم ځای کې چې امنیت خوندي نه وي، هلته د رایو ورکولو صندق نه ږدم.

امنیتي ادارې مکلفې دي، چې د انتخاباتو د مرکزونو، د انتخاباتو د لوازمو، د رایو ورکوونکو، کاندیدانو او ناظرینو امنیت وساتي.

که داسې ونه شي، نو د انتخاباتو کمیسیون معجزه نه شي کولای چې په شرایطو برابر انتخابات ترسره کړي.»

دا اندیښنې په داسې حال کې راپورته شوي چې ویل کېږي د ملي شورا په تیرو انتخاباتو کې، نا امنیو په ځینو سیمو کې انتخاباتي پروسه له ستونزو سره مخ کړې وه.

د جمهوري ریاست راتلونکې انتخابات او له هېواد څخه د بهرنیو ځواکونو وتل دواړه په دوه زرو څوارلسم کال کې ترسره کېږي د همدې له امله یي د ځینو سیاسي ډلو اندیښنې راپارولي دي.

خو افغان حکومت ډاډ ورکوي، چې انتخاباتو به په امنیت کې وشي او په هېواد کې میشت د ایساف ځواکونه هم وایي، چې هغه وخت به یې یو شمېر عسکر چې په افغانستان کې وي، د انتخاباتو له امنیت سره به مرسته وکړي.

پر امنیتی مسالو سربیره، یاد کمیسیون د مالیی وزارت له خوا د انتخاباتي بودجې پر لګولو هم انتقاد کوي.

ښاغلي معنوي په دې باور دی، چې که د انتخاباتو بودجه یوازې د مالي وزارت له خوا ولګول شي، دا کار به انتخاباتي فعالیتونه ټکني کړي:

«د جمهوري ریاست پنځه څلویښتم نمبر فرمان د مالیي وزارت مکلف کړی چې، د انتخاباتو بودجه دې په خپله ولګوي.

موږ پرې انتقاد کوو، په دی صورت کې شاید موږ ونه توانیږو چې انتخاباتي چارې په سمه توګه پرمخ بوزو.

موږ یو لړ شرطونه لرو او حکومت یي باید به استثنایي توګه ومني.»

معنوي وایي، په مجموع کې حکومت ددوي پیشنهادونه منلي، خو د مسالې پر جزییاتو لا خبرې روانې دي.

د انتخاباتو کمیسیون وایي، د انتخاباتو په ترسره کېدو به« یوسلو پنځوس میلیونه ډالره» ولګیږي چې د ډیرې اندازې ورکړه یي نړېوالې ټولنې پر غاړه اخیستې ده.

تر اوسه د مالیې وزارت د دې کمیسیون د مسئولینو د وروستیو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG