د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۱

د سولې لپاره هلې ځلې یو وار بیا تودې شوي دي


سره له دې، چې له ۲۰۱۴ م کال وروسته چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي، ولسمشر حامد کرزي، پاکستان، امریکا او طالبان د سولې په اړه بېلابېل لید لوري لري، خو داسې ښکاري چې د تمې پر خلاف د وسلوالو طالبانو سره د سولې خبرې یو وار بیا جدي پاملرنه اوښتې ده.

په افغانستان کې د سولې په هڅو کې د میاشتو میاشتو ځنډ وروسته، په داسې حال کې چې په دې هېواد کې د جګړې موسم په پسرلي کې پیلیږي او له بلې خوا په دې هېواد کې د ولسمشرۍ انتخابات رانژدې کیږي او د امریکا ډیره توجه یې جلب کړې دې، د سولې لپاره هلې ځلې هم یو وار بیا تودې شوې دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، د نړۍ د اتو هېوادونو ډیپلوماټانو او مشرانو یو منظم کمپاین پیل کړی دی، څو طالبان او افغان حکومت د خبرو میز ته کینوي.

ورځپاڼه وايي، د دې هڅو په لړکې د بریتانیا صدراعظم ډیویډ کامرون په خپل استوګنځي کې د افغان ولسمشرحامد کرزي او د پاکستان د ولسمشر اصف علي زرداري د غونډې کوربه وو او له هغوي څخه یې وغوښتل چې له طالبانو سره دې د سولې بهیر چټک کړي.

تردې څو اونۍ مخکې د امریکا ولسمشر بارک اوباما وویل، چې استازي به یې د قطر په مرکز دوحه کې د طالبانو د یو هییت سره وګوري .

ورځپاڼه د چارواکو له خولې وايي چې، تر اوسه پورې پر دې مسلې له سلا پرته چې د سیمې سوله د طالبانو سره په یو سیاسي جوړجاړي پورې تړلې ده، بل کوم پرمختګ په دې برخه کې نه دی شوی .

نیویارک ټایمز زیاتوي، د افغانانو او امریکایانو له خوا د قربانیو د ورکولو او د یو تریلیون ډالرو له لګولو وروسته هم په افغانستان کې د حکومت پر ضد وسلوالو مخالفت له منځه نه دی تللی .

ورځپاڼه د ولسمشر حامد کرزي د ملي امنیت د سلاکار رنګین دادفر سپنتا له خولې وايي، په افغانستان کې دننه او بهر له ۲۰۱۴ م کال وروسته نیټې ته د یو جادویې نیټې په توګه کتل کیږي او سخته ده چې سړی پوه شي څه واقیعت لري او څه هم د خیالاتو برخه ده .
XS
SM
MD
LG