د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۵:۲۲

"هند دې د بهرني پانګونې لپاره دروازې نورې هم پرانیزي"


د بریتانیا صدراعظم ډیویډ کامرون له هندوستان څخه غوښتي دي، چې د بهرني پانګونې لپاره دې دروازې نورې هم پرانیزي او هغه قوانین دې نرم کړي چې د سوداګرۍ په مخ کې ستونزې جوړوي.

ډیویډ کامرون د دوشنبې په ورځ ممبي ته ورسیده، دا د بریتانیا د صدراعظم په توګه هندوستان ته د نوموړي دوېیم سفر دی.

نوموړي هندوستان ته څو ورځې وروسته له هغې سفر کوي، چې د فرانسې ولسمشر فرانسو اولانډ د سوداګرۍ د پراختیا په موخه په ورته سفر هندوستان ته تللی و.

د رویټرز خبري اژانس وايي، دا سفرونه د دې څرګندوی دي چې اروپايي هېوادونه د هندوستان سره چې د نړۍ یو له هغو هېوادونو څخه دی چې چټکه اقتصادي وده کوي د تجارت په پراختیا کې په سیالۍ دي.

راپورونه وايي، چې د ډیویډ کامرون سره په دې سفر کې تر سلو د زیاتو کمپنیو استازي، څلور د کابینې وزیران او نهه د پارلمان غړي ملګري دي.

دا لومړی ځل دی، چې کامرون په دومره شمېر د کمپنیو استازي له ځان سره په یو بهرني سفر بیايي.

په ممبيي کې د خبرو پر مهال ډيویډ کامرون وویل، نوموړی په دې واقیعت ویاړي، چې یو شمېر لويي هندوستاني کمپنۍ لکه ټاټا ګروپ د بریتانیا په اقتصاد کې لویه برخه لري، خو دوی له هندوستان څخه د متقابلو اسانتیاوو تمه لري.

کامرون وویل، بریتانیا پرانیستی اقتصاد دی او موږ دا ډول پانګونې هڅوو.

خو نوموړی وویل، په بدل کې یې موږ غواړو چې د هندوستان د اقتصاد په پرانیستلو خبرې وکړو څو زموږ د بیمې او بانکونو کمپنۍ وکړای شي چې نوره مستقیمه بهرنۍ پانګونه وکړي.

ډیویډ کامرون شکایت وکړ، چې په هندوستان کې په دې برخه تر اوسه هم زاړه اصول او قوانین پر ځای دی.

په داسې حال کې، چې بریتانوي حکومت د خپلې اقتصادي ودې لپاره هڅه کوي، چارواکي اټکل کوي چې هندوستان به په ۲۰۵۰ م کال کې د نړۍ درییم لوي اقتصاد او مهم ستراتیژیک شریک وې چې تر لاسه کولو لپاره یې هڅو ته کامرون د نړیوالې سیالۍ نوم واخیست.

د بریتانیا صدراعظم ډیویډ کامرون، هندوستاني کارګرانو ته په خبرو کې وویل په دې پیړۍ کې به هندوستان یو له سرلارو هیوادونو څخه وي او موږ غواړو چې شراکت ورسره ولرو.

د رویټرز خبري اژانس وايي، که چیرې نوی ډیلي پریکړه وکړي، چې د فرانسې سره د یوسلو شپږ ویشتو جنګي فرانسوي الوتکې د میلیاردونو ډالرو په معاملې له سر غور وکړي نو تمه ده، چې کامرون به د هندوستان حکومت ته ووايي، چې د ایرو جنګي جیټ الوتکې چې یوه برخه یې په بریتانیا کې جوړیږي د دوی لپاره یو ښه انتخاب دی.

رویټرز خبري اژانس د بریتانیا د حکومتي سرچینې په حواله وايي چې لندن ته څرګنده شوې چې د فرانسې ولسمشر فرانسو اولانډ هندوستان ته د خپل سفر پر مهال د فرانسوي جنګي جیټ الوتکو په اړه جوړجاړې بشپړ نه کړ، او لندن به له هندي چارواکو وپوښتي چې د فرانسې سره یې خبرې څه ډول روانې دي.

هندوستان له بریتانیا څخه په ۱۹۴۷ م کال کې خپلواکي تر لاسه کړه.

کامرون په خپل سفر کې وویل چې دواړه هیوادونه ( ځانګړې اړیکې ) لري، دا هغه اصطلاح ده چې بریتانیا یې له امریکا سره اړیکو ته کاروي.

دا مهال د بریتانیا اقتصاد د نړۍ شپږم لوی اقتصاد دی او هندوستان د نړی لسم لوی اقتصاد ګڼل کیږي، خو اټکل کیږي چې هندوستان به په راتلونکیو لسیزو کې له بریتانیا څخه په اقتصادي برخه کې مخکې شي.

کامرون د دوشنبې په ورځ همدارنګه د هندوستانیانو لپاره په یوه ورځ کې د سوداګرۍ د ویزو د اسانتیا اعلان وکړ او ویې ویل، چې د هندي زده کونکیو لپاره هم پر ویزو هیڅ ډول محدودیت نه شته.
XS
SM
MD
LG