د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۷:۴۵

د تورنو د تحقیقاتو جریان په ویډیویي کمرو کې د ثبت امکان شته؟


د افغانستان د بشر د حقونو ځیني سازمانونه په دې باور دي، چې افغان حکومت تر اوسه دا توانمندي نه لري، چې په توقیف خانو او نورو کشفي ادارو کې دې ویډیو کمرې او داسې نور پرمختللي تخنیکي وسایل نصب کړي.

د افغانستان د بشر د حقونو د سازمان ريیس لعل ګل لعل، د دوشنبې په ورځ ازادی رادیو ته وویل، د دې حکم هرکلۍ کوي خو اوس مهال د هېواد زندانونه، بندیانو ته د اوسیدو مناسب ځایونه او مناسب معیشتي شرایط نه لري او په لومړي سر کې باید دغه نیمګړتیاوې پوره شي.

ده وویل، باور نه لري، چې مربوطې اداری دې دا حکم په لږه موده کې پلي کړي:

«موږ د دې حکم هرکلۍ کوو، خو د دې ترڅنګ د افغانستان په زندانونو کې زندانیانو ته د اوسیدو شرايط نه دي برابر، معیشتي وضیعیت یي ښه نه دی،اسانیتاوی یې کمې دي، حکومت باید د دې ځایونو او داسې نورو ضرورتونو ته پام وکړي او د ویډیویي کمرو نصبول، زما په نظر په لږه موده کې ناممکن دي.»

جمهورريیس کرزي دا حکم د زندانونو د وضیعیت د څیړلو لپاره د حقیقت موندنې د حکومتي پلاوي له څیړلو وروسته مربوطو ارګانونو ته صادر کړی دی.

د دې پلاوی راپور وایي، چې د کابل، هرات او کندهار ولایتونو په زندانونو کې او توقیف خانو کې له زندانیانو سره د مرکو له لارې دې نتیجې ته رسیدلي، چې نیمایي دا خلک د مسئولینو له ناوړه چلند او شکنجو څخه شکایتونه لري.

پلاوي حکومت ته وړاندیز کړی، چې د ناوړه چلند او شکنجو، له عاملینو سره دې قانوني چلند وشي.

د کورنیو چارو وزارت وایي، د جمهورريیس د حکم پلي کولو ته چمتو دي.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي رادیوته وویل:

«د کورنیو چارو وزارت پخوا تردې هم په ځینو تحقیقاتي ادارو کې دا ډول سیستم نصب کړی و، خو اوس به د جمهورريیس له حکم سره سم په ټولو ادارو کې دا سیستم فعال کړي.»

د روانې لمریزې میاشتې په لومړیو کې یوناما یا په کابل کې د ملګرو ملتو نو سیاسي دفتر د افغانستان په زندانونو کې د شکنجو راپور هم ورکړی دی.

په دې راپور کې د وژنې او جنسي تیري په شمول زندانیانو دولس ډوله شکنجی په ګوته شوي دي، خو د افغان حکومت د حقیقت موندنې پلاوی په زندانونو کې د جنسي تیري او وژلو راپورونه نه تاییدوي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG