د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۹

پاکستان، په افغانستان کې د هند رول د کمولو غوښتونکی دی


د کابل چاپ ګڼو ورځپاڼو د افغانستان، هند او امریکا درې اړخیزې غوڼدې په اړه چې ټاکل شوې سبا به په ډهلي کې جوړه شي لیکنې او تبصرې کړي دي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپانې د ټایمز اف انډیا مضمون راخیستی، چې وايي پاکستان په افغانستان کې د هند د رول د کمولو لپاره له برېتانیا مرسته غوښتې.

ورځپاڼه لیکي، پخلاینې ته د طالبانو د حاضرولو په مقابل کې پاکستان په افغانستان کې د هند د رول او فعالیتونو د کمېدو غوښتونکی دی.

چراغ:

چراغ ورځپاڼې د هندي رسنیو په حواله لیکي، ښايي راتلونکې سې شنبې د برېتانیا صدراعظم دیویډ کامرون له خپل هندي ساري من موهن سینګ سره په کتنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر همکارۍ او له طالبانو سره پر پخلاینې خبرې وکړي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼه لیکي پاکستان پخوا هم د افغانستان په کندهار او ننګرهار ولایتونو کې د هند پر کونسلګریو اعتراضونه کړي او هغه یې خپل ملي امنیت ته خطرناکې بللې دي.
ملي احساس:

ملي احساس ورځپانې د افغان چارواکو له خولې لیکلي، په هند کې جوړېدونکې درې اړخیزه غونډه د پاکستان په زیان نه بلکې په ګټه ده.

ورځپاڼې د بهرنیو چارو وزارت د وینا خبرې راخیستې چې وايي، له هند اوامریکا سره د اړیکو پالل د هیڅ هېواد په زیان نه دي په څانګړې ډول د ګاونډیانو لپاره.

ورځپاڼه وړاندې لیکي د افغانستان،هند او امریکا ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او پراختیا یوازې په سیمه کې د سولې، ثبات او پرمختګ په ګټه دی.

دنیا:

دنیا ورځپاڼه په خپله سرمقاله کې لیکي پاکستان چې څومره په افغانستان کې په سپن سترګۍ مداخله کړې ده، بل یوه هېواد به هم دومره سپین سترګي نه وي کړې.

ملي بارو ورځپاڼې د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له خولې لیکلي، چې په درې اړخیزه غونډه کې به د نور مسایلو ترڅنګ په افغانستان کې په سوداګریزو لارو چارو هم بحثونه وشي.

هېواد دولتي ورځپانې په خپله سرمقاله کې لیکي، په ډهلي کې جوړېدونکې دویمه درې اړخیزه غونډه د کابل، ډهلي او واشنګټن ترمنځ همغږۍ او خپلمنځي مرستو د پیاوړتیا په منظور پلان شوې ده.

د سرمقالې د لیکوال د معلوماتو له مخې په یاده غونډه کې تر ډېره د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وړاندې د افغان ځواکونو فعالیتونه هم څېړل کیږي.

د سرمقالې د لیکونکي په اند پاکستان د افغانستان او هند ترمنځ په ښو اړیکو خوابدی دی او په افغانستان کې د هند له نفوذ سره حساسیت لري.

لیکوال وړاندیز کوي، چې کابل باید د افغانستان، هند او امریکا درې اړخیزې غونډې او همدغه راز غونډو ته زیات اهمیت ورکړي.

رحمت الله
XS
SM
MD
LG