د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې شیعیه مذهبي معترضان وايي چې د حکومت پرضد د نویو مظاهرو پر پلان غور کوي. په کوټه کې د تېرې شنبې په ورځ یوې چاودنې 85 شیعیه ګان ووژل او دوه سوه نور یې ټپیان کړل.
په تېره جنورۍ میاشت کې د بیلیارډ په یوه کلپ کې یوې بلې حملې شپږاتیا کسان چې اکثریت یې شیعیه ګان وو، ووژل. د دواړو حملو مسوولیت لشکرجنګوي دلې منلی. دا همغه افراطي سني ډله ده چې د کابل په مرادخاني کې د ابوالفضل په تکیه خانه کې د څه باندې یوکال مخکې انتحاري حملې مسوولیت یې هم منلی و.
د پاکستان له شیعیه ګانو سره د سني افراطي ډلو د دښمنۍ علت څه دی او د دې ډول بریدونو اغېزې به د پاکستان او سیمې د راتلونکې لپاره کومې وي. په دې اړه احمدتکل د پاکستان او افغانستان لپاره د نیوزویک مجلې د بیورو له مشر سمیع یوسفزي سره مرکه کړې: