د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۱

د کوټې شيعه ګان وايي د پاکستان د حکومت پرضد مظاهرې کوي


د بلوچستان ایالت د مرکز کوټې ښار شیعه ګان، چې د شنبې ورځې چاودنې یې 85 عزیزان ووژل او دوه سوه نور یې ورته ټپیان کړل وايي چې د پاکستان د حکومت پرضد د نویو مظاهرو پر پلان غور کوي.

د کوټې شيعه مشرانو چې وړمه ورځنۍ چاودنې او په دې چاودنه کې د لسګونو انسانانو مړینې سخت په غوسه کړي دي پرون په ټول پاکستان کې سخت اعتراضونه وکړل.

په کوټه کې نژدې څلورزره مېرمنې ماښام مهال د ښار په واټونو کې ناستې وې، سړکونه او واټونه یې بند کړل، ویې ویل چې د خپلو عزیزانو مړي به ترهغه ښخ نکړي چې حکومت د دې برید عاملان د عدالت منګولو ته ونه سپاري.

په ختیځ ښار لاهور کې څه باندې یونیم زر شيعه معترضان واټونو ته راووتل او د حکومت د اقداماتو غوښتنه یې وکړه. په مظفرآباد او ملتان ښارونو کې هم کوچني اعتراضونه وشول.

د کوټې شيعه مشرانو وویل چې د خپلو نویو اعتراضونو د پلانونو د څرنګوالي په اړه غور کوي. دوی د خپلو شپېتو تنو وژل شویو عزیزانو تابوتونه د ښار د جوماتونو مخې ته ایښي وو، او مشرانو یې پر دې بحث کاوه چې د خپل اعتراض آواز څنګه اوچت کړي. ځینو ویل چې د اعتراض لپاره به، د یوې میاشتې مخکینۍ پېښې په څېر خپل مړي نه ښخوي.

په تېره جنورۍ میاشت کې د بیلیارډ په یوه کلپ کې د شپږاتیا کسانو له وژل کېدو وروسته شيعه ګانو په داسې حال کې چې د عزیزانو تابوتونه یې ورسره وو د څلورورځني اعتراض لپاره د ښار په مینځ کې کمپونه ووهل، خو په پای کې بیا د پاکستان صدراعظم په ایالتي حکومت کې بدلونونه راوستل او د چارو ټول واګي یې د بلوچستان والي ته وسپارل.

شيعه مشران وايي، له حکومته د خپل ځان امنیت غواړي. د هزاره ډيموکراتیک ګوند مشرانو حکومت ته 48 ساعته مهلت ورکړ چې د لشکرجنګوي وسله واله ډله وځپي. د بلوچستان د هزاره محصلینو د فدراسیون مشر نصرت الله په کوټه کې یوې غونډې ته وویل چې افراطي ډلو له کوټې څخه یو ځنګل جوړ کړی:

”کوټه ښار نه دی، موږ په یوه ښار کې استوګن نه یو. هزاره ګان په هغه ځنګل کې اوسي چې نوم یې د کوټې ځنګل دی. دلته هغه خلک واکمن دي چې زور لري. هزاره ګان د تروریستانو په لاس یرغمل شوي. د دولتي او امنیتي ادارو غړي زموږ د مالیې په پیسو شانداره ژوند تېروي“

د شنبې ورځې چاودنه په کوټه کې له سني اکثریت سره په ګاونډ کې د شيعه اقلیت د ژوند سخت شرایط په ډاګه کوي. په دې سیمه کې ځینې افراطي سني ډلې شته چې وايي شيعه ګان مسلمانان نه دي.

د کوټې د شنبې ورځې چاودنې مسوولیت لشکرجنګوي افراطي ډلې منلی. دا همغه ډله ده چې د کابل په مرادخاني سیمه کې د ابوالفضل په تکیه خانه کې د څه باندې یوکال مخکې انتحاري حملې مسوولیت چې پنځه پنځوس کسان یې ووژل هم منلی و.
XS
SM
MD
LG