د سوريې د بشري حقونو د څارډلې وايي چې حکومتي ځواکونو په تیرو ۲۴ساعتونو کې د حلب ښار د نړیوال هوايي ډګر شاوخوا سیمو کې د وسله والو پر سنګرونو هوايي بریدونه کړي دي.
د فرانسې د خبري اژانس په وینا وسله والو یاغیانو د روانې فبرورۍ میاشتې پر دولسمه نیټه د حلب د هوايي ډګر د نیولو لپاره عملیات پیل کړل او دغلته یو شمیر پوځي اډې او تاسیسات تر خپل کنټرول لاندې راوستل.
د سوريې د بشري حقونو ډلې چې مرکز يې په لندن کې دى، لویدیځو اژانسونو ته ویلي چې په تیرو دوو ورځو کې په سوریه کې د یاغیانو او حکومتي ځواکونو تر منځ جګړو کې د ملکیانو په ګډون نژدې نوي کسان وژل شوي دي.
دغه راز راپورونه وايي چې د سوريې په مختلفو سیمو کې په تیرو ۴۸ ساعتونو کې ۳۰۰ کسان تښتول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې مشرې ناوي پیلي له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د سوريې د ولسمشر بشار الاسد پر ضد ګام پورته کړي.
ناوې پیلې پرون د بريتانيا له یوه تلویزون سره په خبرو کې وویل له اسد څخه باید د بشر ضد جرمونو په اړه تحقیقات وشي.
دغه راز د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر پرون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته وویل چې په سوریه کې دې د واک د انتقال لپاره چې د هغه په وینا بشار الاسد باید په کې شامل نه وي، ګام واخيستل شي.
لي ډریان د سوريې ولسمشر او د هغه کورنۍ تورنه کړه چې په واک کې د پاتې کیدو لپاره په ورځني ډول د خپلو خلکو قتل عام کوي.
بل خوا د سوريې د حکومت اپوزيسیون چې د ملي ائتلاف په نامه یادېږي تیره جمعه د دې هیواد د ۲۳ میاشتنۍ شخړې د حل لپاره هر ډول مذاکرات چې ولسمشر اسد په کې شامل وي، رد کړل.
د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې د سورېې په روانه شخړه کې تر دې دمه شاوخوا اویا زره کسان وژل شوي دي.