د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۱۰:۲۳

د جمهوري رياست په راتلونکو ټاکنو کې وړ کس ته رايه ورکړئ


د پکتيا په مرکز ګردېز کې د راتلونکو ولسمشريزو ټولټاکنو د څرنګوالي او کيفيت په اړه د اوسکار ادارې له لوري بحث او کنفرانس ترسره شو.

په دې کنفرانس کې د مدني ټولنو،قومي مخورو،ولايتي شورا استازو، د ښځو او ځوانانو د ټولنو غړيو د پوهنتون محصلانو او استادانو ګډون کړی و.

په دې کنفرانس کې د تېرو ولسمشريزو ټولټاکنو په ستونزو او راتلونکو ټولټاکنو د څرنګوالي په اړه بحثونه وشول.

د کنفرانس ګډونوالو د مدني ټولنو، ولايتي شورا له استازو او قومي مخورو سره خپلې پوښتنې او د راتلونکي په اړه اندېښنې څرګندې کړې.

د کنفرانس ګډونوالو تېرو ټاکنو ته په کتو دا پوښتنې مطرح کړې، څنګه کېدلی شي راتلونکي ټولټاکنې په شفاف ډول ترسره او له ستونزو خالي وي، د بحث کوربنو ورته په خپل،خپل وار ځوابونه وويل.

خلکو اندېښنه لرله چې که راتلونکې ولسمشريزې ټاکنې هم د تېر په څېر ترسره شي، يو ځل بيا د پکتيا خلک له مشکلاتو سره مخ وي.

د اوسکار د ياد پروګرام پر مخ وړونکي قادرشاه د دې پروګرام په اړه وويل هڅه به وکړي چې د عامه پوهاوي دا پروګرام د ولايتونو ولسواليو ته هم وغځوي:

”موږ به له ډونر سره کوشش کو چې دا پروګرام د ټول افغانستان ولسواليو ته وغځوي،دا پروګرام موږ هغو سيمو ته غځو چې هلته د عامه پوهاوي پروګرامونو ته ډېره اړتيا ليدل کيږي“

قادرشاه دا هم وويل دا پروګرام يې وړاندې تر دې په خوست او ځينو نورو ولايتونو کې هم پلی کړی دی، خو په پکتيا کې د دې بحث په پايله کې ورته معلومه شوه چې خلک راتلونکو ټولټاکنو ته خوشبين دي او هيله يې وکړه چې راتلونکې ټولټاکنو د شفافيت په اړه جدي ګامونه واخيستل شي.

د کنفرانس ګډونوال له ياد پروګرامه خوښ او خوشاله و، ويل يې په دې پروګرام کې ورته دا زمينه سازي شوې وه چې له چارواکو او وکيلانو سره خپلې پوښتنې او اندېښنې شريکې کړي.

د کنفرانس ګډونوالو په کنفرانس کې په دې ټينګار کاوه چې په ولسمشريزو او نورو راتلونکو ټاکنو کې دې هغه چاته رایه ورکړي چې په واقعي ډول غواړي د ولس له پاره کار وکړي نه داسې چې په پيسو خپلې رايې خرڅې کړي، د مدني ټولنو يو تن فعال احمدشاه احمدزي وويل :

“ځوانان او مدني ټولنې دې د پيسو له پاره کار نه کوي ځوانان او رښتوني خدمتګاران دې رامخکې کړي چې د دې ولس په بسيا کېدو کې ونډه واخلي”

د يادونې وړ ده چې د ټولټاکنو په اړه دا پروګرام په داسې حال کې جوړيږي چې د ولسمشريزو ټاکنو او ولايتي شوراګانو ټاکنو ته نږدې ديارلس مياشتې وخت پاتې دی.

راپور – داود تپان – پکتيا
XS
SM
MD
LG