د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۵

"د ولسمشر د تیري شپې خبرې د طالبانو حاکمیت د رسمیت پيژندلو په معنی دی"


د افغان حکومت د سیاسي اپوزیسیون یوې ډلې د ولسمشر حامد کرزی له هغې پریکړي سره مخالفت کړی، چې وايي، په کلیو کې دې افغان ځواکونه د بهرنیو ځواکونو هوايي مرسته نه غواړي.


د حکومت د سیاسي اپوزیسیون د یوې ډلې ملي جبهې مسوولین په دې باور دي، چې که افغان ځواکونه د وسله والو مخالفینو پر ضد پوځي عملیاتو کې له بهرنیو ځواکونو د هوايي بمبارۍ غوښتنه ونه کړي، نو دا به وسله وال په ډیرو سیمو کې غښتلي کړي.

د ملي جبهې مشر ضیا مسعود د یکشنبې په ورځ په کابل کې د ځوانانو یوې غونډي ته وویل؛ چې په دې اړه د ولسمشر حامد کرزي وروستی اعلان په کلیو کې د طالبانو د واکمنۍ په رسمیت پیژندل دي.

"د ولسمشر د تیري شپې خبرو تقریباً په کلو او بانډو کې د طالبانو حاکمیت په رسمیت پيژندل دي، ده وویل، چې نور دې څوک بمبار نه کوي، دا څه مانا لري؟

زموږ ځواکونه خو مځکنۍ جګړه نه شي کولای او هوايي عملیات یې هم بند کړه، د دې مانا دا ده، چې تر دې وروسته زموږ کلي او بانډونه نور د طالبانو تر واک لاندې کیږي او قرارـ قرار دوی د لویو ښارونو خواته راځي، ولسوالیاني کلابندوي او نیسي یې."


ولسمشر حامد کرزي د شنبې په ورځ د پوځ د ملي اکاډمۍ پوځي محصلینو او استادانو ته په وینا کې وویل؛ چې افغان ځواکونه باید نور په خپلو پوځي عملیاتو کې له بهرنیو ځواکونو هوايي مرسته ونه غواړي.

ظاهراً له دې پریکړې څخه د افغان ولسمشر هدف په پوځي عملیاتو کې د ملکې تلفاتو مخنیوي بلل کیږي.

ښاغلي کرزي چې د کونړ ولایت په شیګل ولسوالۍ کې یې د ملي امنیت د سرتیرو او طالبانو ترمنځ د جګړې پر مهال د بهرنیو ځواکونو هوايي حملې ته اشاره وکړه؛ وویل، په دې اړه به ژر یو حکم ورکړي، چې افغان ځواکونه دې په کلیو کې په خپلو پوځي عملیاتو کې د بهرنیو ځواکونو د هوايي ځواک مرسته نه غواړي.

د ځوانو فعالینو شبکې له خوا د موجودو ننګونو د ارزونې په غونډه کې د افغان ملت ګونډ رییس ستانه ګل شیرزاد بیا د افغان حکومت د سولې د خبرو پر دریځ انتقاد وکړ.

ښاغلي شیرزاد وویل، چې د حکومت دریځ له یوې ورځې بلې ته بدلیږي او د سولې په خبرو کې باید موجودو لاسته راوړنو ته زیان ونه رسیږي.

"د حکومت دریخ تل په تغیر کې دی، یوه ورځ د طالبانو په اړه دومره خوشبیني ښکاره کوي؛ چې خلک فکر کوي، دوی په پټه ټول مسایل حل کړي، خو سبا ورځ یې مخالفت کوي.

سیاسي حل د راکړې او ورکړې فورمول دی، په دې راکړه ورکړه کې باید د افغانستان خپلواکۍ، ملي حاکمیت او موجوده ډیموکراسي باید زیانمنه نه شي."


خو تر دې پخوا افغان حکومت ویلي وو، چې که طالبان د افغانستان اساسي قانون ومني، موجودو لاسته راوړنو ته زیان ونه رسيږي او له القاعده ډلې جلا شي؛ نو د سولې خبرې ورسره کوي.

اوس افغان حکومت په قطر کې له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره د یوه دفتر پر جوړولو هوکړه کړې او همدارنګه حکومت ټینګار کړ، چې له طالبانو سره باید د سولې خبرې یوازې د سولې عالي شورا پرمخ بوځي.

د دې ترڅنګ شا او خوا دوې اونۍ مخکې د کابل، اسلام اباد او لندن په دریمه غونډه کې درو سرو هیوادونو پرېکړه وړکړه، چې په راتلوونکو شپږو میاشتو کې د افغانستان د سولې د خبرو لپاره یو میکانیزم تیاروي، چې له مخي یې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولي خبري وسي.

راپور: معصوم میوند
XS
SM
MD
LG