په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جوزیف ډانفورډ وايي؛ د افغان ولسمشر دا غوښتنه به چې نړیوال ځواکونه دې افغان سرتیرو ته هوايي ملاتړ نه برابروي، پر ځای کړي.
جنرال ډانفورډ ویلي، د دوی ځواکونو به افغان لوري ته پوځي ملاتړ ورکړي خو دا کار به د ولسمشر کرزي له امر سره سم ترسره کیږي.
ولسمشر کرزي تیره چار شنبه په کونړ کې د نړیوالو ځواکونو په یوه هوايي برید کې د لسو ملکیانو له وژل کیدو وروسته په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قومندان احضار کړ.
د فرانسې د خبري اژانس د راپور له مخې جنرال ډانفورډ ویلي؛ له ولسمشر کرزي څخه يې لارښونه اخستې او په راتلونکو څو ورځو کې به يې پر جزییاتو کار پیل کړي.
دغه امریکايي جنرال ویلي، له هوايي ملاتړ پرته هم له افغان ځواکونو سره د مرستې نورې لارې چارې موجودې دي.
جنرال ډانفورډ زیاته کړې، چې د ملکي مرګ ژوبلې د کمولو په برخه کې نړیوالو ځواکونو زیات پرمختګ کړی دی.
په کونړ کې د نړیوالو ځواکونو په عملیاتو کې د ملکیانو د وژل کیدو په اړه د ولسمشر کرزي له خوا ګمارل شوي پلاوي له سیمې څخه د کتنې پر مهال وویل؛ لس ملکیان چې ماشومان او ښځې هم په کې شامل دي د تیرې چهار شمبې په شپه په شیګل دره کې د نړیوالوځواکونو په هوايي برید کې وژل شوي دي.
د نړیوالو ځواکونو په عملیاتو کې د ملکي افغانانو تلفات د یوې حساسې مسالې بڼه غوره کړې؛ چې اکثره د افغان ولسمشر او د هغه د نړیوالو متحدانو تر منځ د اختلاف او په اړیکو کې د کړکیچ سبب شوې ده.