د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۵

د M.T.Z په نامه یو شرکت غواړي نوی کابل بانک واخلي


د افغان حکومت له څو میاشتو هلو ځلو وروسته یوازې یو افغاني شرکت چمتو شوی چې نوی کابل بانک واخلي.

د M.T.Z په نوم دغه شرکت د شنبې په ورځ د نوي کابل بانک د پېرلو لپاره یې خپل وړاندیزونه افغان حکومت ته وسپارل.


د فبرورۍ شپاړسمه د شنبې ورځ د نوي کابل بانک د پېرلو لپاره د قرارداد کوونکو کمپینو د وړاندیزونو د تسلیمولو وروستۍ ورځ ټاکل شوی وه؛ خو له پنځو داوطلبو کمپنیو څخه یواځې یوې یې خپل وړاندیزونه حکومت ته وسپارل.

د مالیې وزارت د خزاینو رییس محمدآقا د نوي کابل بانک د خصوصي کولو په خاطر د داوطلبۍ د سندونو د تسلیمیدو په غونډه کې وویل؛ چې د داوطلبۍ له اعلان وروسته دوه باندنۍ او درې کورنۍ کمپنۍ دي ته چمتو شوې چې نوی کابل بانک د شرايطو په پام کې نیولو سره واخلي.

خو د نوموړي په وینا یواځې د M.T.Z ګډه افغان خصوصي کمپنۍ د خپلو وړاندیزونو سپارلو ته چمتو شوې ده.

"هغه ضرب الاجل یا ډېډلاین چې موږ د افرونو د تسلیمېدو په خاطر ټاکلی و؛ نن د فبرورۍ شپاړسمه د کابل په وخت درې بجې و.

یوې کمپنۍ خپل افرونه راوړي او ستاسو په وړاندې یې خلاصوو، خو نورو کمپنیو تشریف نه دی راوړی."


خو د یاد وزارت چارواکي د څلورو نورو کمپنیو د نه چمتو کیدو په باب څه ونه ویل.

د نوي کابل بانک د چارواکو په خبره؛ دا بانک د ۲۰۱۲ کال د سپټمبر میاشتې په وروستیو کې داوطلبۍ ته وړاندې شو او د نومبر تر ۲۷ مې پورې کمپنیو ته وخت ورکړل شوی و؛ څو د داوطلبۍ لپاره خپل وړاندیزونه وسپاري.

چارواکو ونه ویل، چې نوی کابل بانک څومره ارزښت لري.

خو د دې بانک رییس د شلو میلیونو ډالرو، بانکي تجربې او ښې مخینې لرل له هغو شرایطو بولي، چې له مخې یې یوه کمپنۍ کولای شي، د نوي کابل بانک په اخیستلو بریالی شي.

له بلې خو ویل کیږي، چې اوس هم د کابل بانک د پورونو د بېرته راګرځولو او د دې بانک د سقوط د عاملینو د محاکمې مسالې د تصفیې د مدیریت او د خاصې محکمې له خوا تر څیړنې لاندې دي.

د افغانستان بانک رییس نورالله دلاوري په مالیې وزارت کې د داوطلبۍ د سندونو د اخیستو په غونډه کې له پوروړیو څخه د پیسو او د جایدادونو د تر لاسه کولو په باب معلومات وړاندې کړل.

نوموړي د تر لاسه شویو پیسو په اړه داسې وویل:

"یو سل او اوو دېرش میلیونه ډالره نغدا تر لاسه شوي او همدا اوس هم د تصفیې مدیر په دوبۍ کې دی، چې شاوخوا درې دېرش میلیونه ډالره نور هم د دوبۍ د جایداداونو له پلور څخه تر لاسه کوي او ځینې نور جایدادونه د پلور په حال کې دي څه دننه په افغانستان کې او څه هم له افغانستانه بهر.

په عین حال کې یوه اختصاصي محکمه جوړه شوې چې هغه هم خپل کار کوي."


شاوخوا اوو کاله مخکې کابل بانک په افغانستان کې د لومړني خصوصي بانک په توګه خپل فعالیت پیل کړ او دغه بانک په لنډ وخت کې د خلکو باور خبل کړ.

خو دوه کاله مخکې وروسته له هغې له سقوط سره مخ شو چې له دغه بانک څخه په غیر قانوني توګه د څه باندې نهو سوو ملیونو ډالرو د ویستل کیدو مسئله په ډاګه شوه.

راپور: صفي الله ستانکزی
XS
SM
MD
LG