د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۶:۲۶

د کورنیو چارو وزارت په بادغیس کې د پاکستاني طالبانو موجودیت رد کړ


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په بادغیس ولایت کې د حکومت د مخالفو وړو ډولو موجودیت منلی دی، خو دا یې رد کړې چې ګوندې په دې ولایت کې په زیات شمیر کې پاکستاني طالبان فعالیت کوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي له ازادی راډیو سره په خبرو کې وویل؛ چې دې وړو وسله والو ډلو د بادغیس امنیت ته کوم لوی خطر نه دی پېښ کړی.

نوموړې همدارنګه هغه راپورونه رد کړل، چې ګوندې په دې ولایت کې پاکستاني طالبان موجود دي:

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په داسې حال کې په بادغیس کې د پاکستاني طالبانو موجودیت ردوي؛ چې ددې ولایت د والي ویاند شرف الدین مجیدي له ازادي راډیو سره خبرو کې په دې ولایت کې د پاکستاني طالبانو د فعالیتونه څخه سر وټکاوه.

"دا مهال د بادغیس په ځینو سیموکې پاکستانان حضور لري. راپور مو تر لاسه کړي، چې پاکستانیان په ځینو سیمو کې د ورانکارو کړنو لپاره یو شمیر کسانو ته روزنه ورکوي، لکه د ماینونو د جوړونې او نورو تکتیکونو روزنه، دا هغه څه دي چې ثابت شوې دي."

په ولسي جرګه کې د بادغیس ولایت یو شمیر استازي هم د باغیس د والي د ویاند څرګندونې تاییدوي. صفیه ایماق چې د بادغیس یوه وکیله ده وايي، دا مهال د دې ولایت ډیرې سیمې د طالبانو به واک کې دي:

"دا مهال د بادغیس په سلو کې پنځه نوې برخه د حکومت د مخالفانو په لاس کې ده او یا نا امنه ده. د پاکستاني طالبانو ډله په بادغیس کې سل په سلو کې لاس لري، ځکه دا طالبان هغه کسان دي، چې کوټې ته تګ راتګ کوي او د هماغو له خوا د دوی ملاتړ کیږي."

میرمن ایماق خبرداری ورکوي، چې که په دې ولایت کې د طالبانو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره اقدامات ونه شي؛ نو کیدای شي ټول ولایت د طالبانو لاس ته ولویږي.

په بادغیس کې د طالبانو د نفوذ د پراختیا او د پاکستاني طالبانو د موجودیت خبرې په داسې حال کې کیږي؛ چې دا ولایت د پاکستان سره له پوله پرتو ولایتونو څخه هم نه دی او د افغانستان په شمال کې له ترکمنستان سره ګډه پوله لري.
XS
SM
MD
LG