د افغانسان پنڅه سوه پولیس چې ترکیې ته د زده کړې لپاره ته تللي وو د شنبې په ورځ بیرته کابل ته ستانه شول.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې ترکیې ته په پوځي برخه کې د پولیسو د لیږلو لړی به دوام وکړي.
د کابل هوايي دګر ته د پنځه سوه عسکرو له رسیدو وروسته د کورنیو چارو وزارت چارواکو رسنیو ته وویل؛ چې دا کسان له روغتیايي معاینې او ازموینې اخیستلو وروسته ترکیې ته د زده کړې لپاره لیږل شوي وو.
د پولیسو د اکاډمۍ د تدریساتو مشر شاه علم څپاند وایي؛ چې دا پنځه سوه کسان یې د هیواد له ټولو ولایتونو ټاکلي دي او ډېر ژر به د پېژنتون له خوا خپلو ولایتونو ته واستول شي.
دغه پولیس چې د شپږو میاشتو لپاره ترکیې ته لیږل شوي وو؛ له خپلې زده کړې خوښ ښکاریدل.
هارون سادات د دې پنځه سوه عسکرو له ډلې څخه دی او وایي، چې کولی شي، د هیواد په امنیتي برخه کې خپله دنده په ښه توګه ترسره کړي.
"په شپږو میاشتو کې مو شاوخوا پنځوس مضامین ولوستل، چې په هغو کې د غلاڅېړنه، د مدارکو پیدا کول او داسې نور شامل وو."
د کورنیو چارو وزارت په خبره ترکیې ته د عسکرو د لیږلو دا دوهمه پروسه ده چې په لومړي ځل یې څلور سوه او دوه نوي تنه د شپږو میاشتو لپاره لیږلي وو.
له ترکیې سربیره د افغانستان د ملي اردو د عسکر او پولیسو ځینو نورو هیوادونو ته هم د زده کړې لپاره لیږل کیږي او د امنیتي چارواکو په خبره دا لړې دوام لري.
په هیواد کې دننه هم د افغان ځواکونو روزنه د ناټو په مشرۍ د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو د ماموریت یوه مهمه برخه بلل کیږي.
افغان چارواکي وايي چې ناټو سازمان او امریکا به له دوه زرو څوارلسم کال نه وروسته هم د افغانستان د امنیتي ځواکونو له روزنې سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
راپور: جمیله ظریف