د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۰:۳۳

د درېیو ولایتونو سلګونو ځوانانو ته د حرفوي زده کړو زمینه برابریږي


د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت په 3 ولایتونو کې سلګونو ځوانانو ته د حرفوي زده کړو د زمینې برابرولو لپاره درې تړونونه لاسلیک کړه.

د دغو تړونونو له مخې به د کار او ټولنیزو چارو وزارت په کندز، غور او لغمان ولایتونو کې تر ۹۵۰ ډیرو کسانو ته بیلابیل کسبونه ور زده کړي.

د دې وزارت مسوولین وايي، د دغو پروژو ټول لګښت ۲۱،۴ میلیونه افغانۍ دی؛ چې نړیوال بانک یې ورکوي او په درو سرو ولایتونو کې به په ۹ میاشتو کې بشپړې شي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د فرهنګي کمېټې او د سولې پروګرام مسوول احمد فرید رائد ازادۍ راډیو ته وویل، چې د دې پروژو هدف بې کارو ځوانانو ته د کار پیدا کول دي.

“دغه درې تړونونه له دوو شرکتونو سره لاسلیک شول او د کندز، غور او لغمان لپاره دي، هدف د دې تړونونو دا دی، چې بې کاره افغان ځوانانو ته په بیلا بیلو کسبونو کې د کار زمینه برابره کړو، دغه درې سره پروژې به په ۹ میاشتو کې پلی شي او ۹۶۰ کسان به زده کړه وکړي.”

ښاغلی رائد وايي، ځوانانو ته به د کمپیوټر روزني، د موټر مستریتوب، غالۍ اوبدنې تر څنګ په ټولیز ډول په ۱۶ کسبونو کې روزنه ورکړل سي.

د کار او ټولنیزو وزارت پخوا هم دارنګه قراردادونه کړي خو په کابل کې اکثره خلک وايي؛ چې له دارنګه پروګرامونو بیخي خبر نه دي.

د کابل څو تنو اوسیدونکو په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"دولت دې موږ ته کار پیدا کړي، له یوې خوا بې کاره یو له بلي خوا مو دولت کراچۍ نه پرېږدي، په لغتو یې وهي.

ټوله ورځ کې لس افغانۍ پیدا کولای شو، چې یوه وچه ډوډۍ مو شي، په دې پروګرامونو کې هم واسطې دي، چې پیسې ونه لرې نه دي داخلوي.

زموږ پوښتنه څوک نه کوي، بېوزلي خلک یوو، د ډوډۍ پیسې هم نه سو پیدا کولای په همدې چوک کې دریږو.”


د کار او ټولنیزو چارو وزارت د معلوماتو له مخې چې دې وزارت له ۱۳۸۵ کال راهیسې د ۳۷ حرفوي مرکزونو او نورو پروګرامونو له لارې تر ۴۷ زرو ډیرو بې روزګارو افغانانو ته په بیلا بیلو کسبونو کې د روزنې اسانتیاوي برابري کړي، چې ۳۶ سلنه یې ښځې دي.

د راپورونو له مخې اوس مهال په ټول افغانستان کې شا او خوا درې میلیونه کسان بې کاره دي.

جګړې او نشه يي توکو ته د ځوانانو د مخه کولو یو اساسي علت هم همدا بې کاري بلل کیږي.

راپور: معصوم میوند
XS
SM
MD
LG