د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۲

د افغان پوځ په ليکو کې د غړيتوب لپاره د ښځو روزنه چټکه شوې


د افغان پوځ په لیکو کې د غړیتوب لپاره د ښځو د روزنې بهیر چټک شوی څو د وسله والو طالبانو پرضد د پوځي عملیاتو پرمهال د شپې په عملیاتو او د کورونو په تلاشۍ کې مېرمنې برخه واخلي.

درویشت کلنه لیناابدالي له لومړنیو افغان مېرمنو ده چې په 2011 کال کې د افغان پوځ د خاصو ځواکونو له لیکو سره یوځای شوې.

دا وايي که نارینه خدمت کولای شي ښځې به یې ولې نشي کولای.
د افغانستان په کلیو او بانډو کې د نړیوالو ځواکونو د شپې عملیات یوه لانجمنه مسئله ده. ولسمشرحامدکرزی وايي دی غواړي چې د نړیوال ائتلاف پوځیان د افغانانو کورونو ته له ننوتلو ډډه وکړي، خو د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف د طالب قوماندانانو د نیولو لپاره د شپې عملیات خورا مهم ګڼي.

د افغانستان د ډېرو سیمو خلک د شپې له عملیاتو شکایت کوي او له فرهنګي پلوه یې د ځان سپکاوی بولي. د افغانستان په دودیزه ټولنه کې د نارینه وو له خوا د ښځو تلاشي سپکاوی ګڼل کېږي، خو دادی له دې وروسته به په دې عملیاتو کې ښځې هم برخه اخلي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهرعظیمي له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې دا تایید کړه چې د افغانستان د پوځ او خاصو ځواکونو په لیکو کې د خدمت لپاره د ښځو روزنه پیل شوې او دا مېرمنې به د وسله والو طالبانو پر مرکزونو د شپې په عملیاتو او د کورونو په تلاشۍ کې برخه اخلي. ښاغلي عظیمي زیاته کړه:

”د ملي اردو لپاره د اکاډمیکو کدرونو په توګه د ځوانو مېرمنو جذب په ملي پوځي اکاډمۍ کې پیل شوی. اوس مهال یوشمېر مېرمنې د څلور کلنو زده کړو په حال کې دي. یوشمېر مېرمنې اوس د خاصو ځواکونو په برخه کې کار کوي او نورې مېرمنې هم که وغواړي په راتلونکي کې د دې ځواکونو له لیکو سره یوځای کېدای شي او دوی ته ډېره اړتیا په خاصو عملیاتو کې لیدل کېږي څو که د ښځو تلاشۍ ته اړتیا پیدا شي، د هغو تلاشي د ښځو له خوا وشي”

ښځې له ډېرو کلونو را په دې خوا د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې خدمت کوي، خو د خاصو ځواکونو لیکو ته د هغوی جذب په 2011 کال کې پیل شوی دی.

د جنرال عظیمي په وینا اوس مهال په افغان پوځ کې شاوخوا زرتنه مېرمنې په خدمت بوختې دي خو د افغانستان د یوسل او پنځه نوي زره کسیز پوځ په پرتله دا شمېر ډېر کم دی.

لینا ابدالي په داسې حال کې چې وسله په لاس د پوځي روزنې په حال کې وه، د اسوشېتېدپریس خبري آژانس خبریال ته وویل، ښځې باید خپله زړورتیا او توان وښيي او دا چې کولای شي د نارینه وو په شان خدمت وکړي.

آژانس د ملي اردو د یوه بل سرتېري آغاشیرین نوري له قوله چې هغه هم له دوو کلونو راهیسې له لیناابدالي سره یوځای د ځانګړو ځواکونو په لیکو کې خدمت کوي لیکي چې وايي، موږ څومره چې په پوځي عملیاتو کې د خپلو وروڼو ګډون ته اړتیا لرو، هومره د خپلو خویندو ګډون ته هم اړتیا لرو.
XS
SM
MD
LG