د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۳

د کابل یوې علني محکمې یو کس په اعدام محکوم کړ


په اعدام محکوم شوی نظیف الله او د هغه پلار بجیب الله
په اعدام محکوم شوی نظیف الله او د هغه پلار بجیب الله
د کابل یوې ابتدايي محکمې په خپلې یوې علني غونډه کې د قتل په جرم د نظیف الله په نوم یو کس په اعدام محکوم کړ او په همدې ارتباط یې د هغه پلار ته برائت ورکړ.

موظف څارنوال وویل، چې نظیف الله تیر کال د میزان په میاشت کې د نصیر په نوم خپل ملګری د کابل د چهار کلا په سیمه کې د شپې له خوا وژلی و او موټر یې ترې بولی و.

نظیف الله په علني محکمه کې په خپل جرم عتراف وکړ او ویې ویل، چې نصیر یې په موټر کې په تیګه سره وژلی اوبیا یې په یوه څاه کې اچولی و.

د کابل دویمې حوزې ابتدایې محکمې نوموړی په اعدام محکوم کړ او رییس یې قاضي محمد ظاهر رحیم پریکړه داسې ولوستله:

"د 1391 کال د سلواغې میاشتې د ۲۸ مې نیټې په علني جلسه کې د رایو په نظر کې نیولو او د دعوا د دواړو خواوو په موجودیت سره د تورنو کسانو د اعترافونو پر اساس چې په شرعي وثیقې کې هم شامله شوې او په محکمې کې د دوی د اعترافونو او نورو ټولو اسنادو او مدرکونو په نظر کې نیولو سره، ته نظیف الله د نجیب الله زوی، د نصیر نومي د وژلو په جرم د جزا د قانون د ۳۹۵ مادې سره سم په اشدو مجازاتو یعنې په اعدام محکوم کړې."

قاضي زیاته کړه، په اعدام محکوم نظیف الله کولای شي، چې د استناف محکمې غوښتنه وکړي.

قاضي په علني محکمې کې د نظیف الله پلار نجیب الله چې دی هم د قتل په تور نیول شوی و؛ بې ګناه اعلان کړ.

نجیب الله چې د محکمې له خوا ورته د بې ګناهي خطاب وشو؛ خوښ بریښېده، ولې د زوی په اړه د محکمې په پریکړې یې په چغو چغو وژل.

په اعدام محکوم شوي نظیف الله چې په خپل جرم یې اعتراف هم کړی و، د محکمې حکم یې رد کړ:

"قانون شته، هغه باید پلی کړي. هر څه چې په قانون کې دي هغه دې پلي کړي او هرڅه چې زما جزا ده هغه دې ماته و ټاکي."

ویل کیږي، چې دامهال د افغان حکومت په زندانونو کې له دوو سوو ډیر په اعدام محکوم شوي کسان ساتل کیږي.

افغان حکومت په دې وروستیو کې شاوخوا ۱۴ کسان چې بیلابیل جرمونه یې کړي وو؛ په دار وځړول.

خو د بشر د حقونو ځینو سازمانونه په افغانستان کې د اعدام د حکم له تطبیق سره مخالفت لري. له دوی څخه یې ځینې بیا وايي، چې د افغانستان په عدلي او قضايي ارګانونو کې اداري فساد دی؛ خو چارواکي د دوی څرګندونې ردوي.

راپور: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG