د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۱۱:۱۱

نړۍ

سور صلیب: په سوریه کې بشري وضعیت په یوه ناورین بدل شوی

نړیوال سورصلیب وایي، په سوریې کې بشري وضعیت په یوه ناورین بدل شوی.

د سره صلیب یوه جګپوړي چارواکي "پییر کریهن بال" وویل، د شخړو له دواړو لوریو سره کار کوي څو هغه کسانو ته چې د نژدې دوه کلنې جګړې له امله اغیزمن شوې دي، بشري مرستې ورسوي.

د بشار الاسد د رژیم پرضد په پاڅونونو کې تر اوسه اویا زره کسان وژل شوې دي.

بل لور ته د سوریې له دننه یاغیان وایي چې دوی د حلب هوایي ډګر ته نژدې یو پوځي ډګر نیولی دی.

فعالانو وویل چې حکومتي جنګي الوتکو د حلب د هوایي ډګر شاوخوا سیمې پرون سهار بمباري کړې. د فعالانو په وینا حکومتي ټانکونو بیا په خان شیخون کې ډزې کړې دي او لږ تر لږه یولس ملکیان یې وژلي دي.
په مرکز دمشق کې بیا له رپوټونو سره سم پوځیانو د ښار ختیځ ته د جوبر سیمه چې د یاغیانو غښتلی مرکز دی، ویشتې ده.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

په ترکیه او سوریه کې د زلزلې له کبله د مړو شمېر ۱۸۰۰ کسانو ته رسېدلی

وېره یې شته چې د مرګژوبلو شمېر تر دې هم لوړ شي ځکه لا هم د زلزلې له امله تر ویجاړو شویو ودانیو لاندې خلک ایسار دي.

په ترکیه او سوریه کې د نن سهار وختي زلزلې د مړو شمېر اتلس سوو کسانو ته پورته شو.

دا تازه شمېر د فرانسې خبري اژانس شېبه مخکې خپور کړی دی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان ویلي په ترکیه کې د مړینو شمېر ۱۰۱۴ کسانو ته پورته شوی دی.

اردوغان له نړۍ د مرستو غوښتنه وکړه.

په سوریه کې دولتي روغتیايي ادارو او روغتیاپالانو د لږ تر لږه ۷۸۳ کسانو د وژل کېدو راپور ورکړی دی.

وېره یې شته چې د مرګژوبلو شمېر تر دې هم لوړ شي ځکه لا هم د زلزلې له امله تر ویجاړو شویو ودانیو لاندې خلک ایسار دي.

ګڼو هېوادونو له ترکیې سره د بېړنیو مرستو ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې خپل ژغورونکي ټیمونه سیمې ته لېږي.

له دې ډلې بریتانیا ویلي د ژغورنې د عملیاتو ۷۶ کارپوهان ترکیې ته استوي.

د ریښتر په کچه ۷ اعشاریه اته درجې زلزلې د دوشنبې په سهار وختي د ترکیې جنوب ختیځه او د سوریې شمال ختیځه سیمه وځپله.

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ مشر رافایل ګروسي روانه اوونۍ مسکو ته ځي

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ مشر رافایل ګروسي

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سیرګي ریابکوف د دوشنبې په ورځ ویلي، ګروسي به د اوکراین د زاپوریژیا اټومي بټۍ شاوخوا د یوه خوندي زون د رامنځته کېدو په تړاو خبرې وکړي.

ریابکوف ویلي، مسکو په دې تړاو ژورو او مسلکي خبرو باندې باور لري.

پر اوکراین د روسیې د یرغل له پيله څو ځله پر زاپوریژیا اټومي بټۍ توغندي ویشتل شوي دي چې د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ اندېښنې یې پارولي دي.

اسرائيلي ځواکونو د کډوالو په يوه کمپ کې ۵ فلسطيني وسله‌وال وژلي

اسرائيلي ځواکونه

اسرائیلي ځواکونو د لوېدیځې غاړې د کډوالو په یوه کمپ کې پنځه فلسطیني وسله‌وال وژلي دي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس د اسرائیل د امنیتي چارواکو په حواله ویلي چې دغه برید نن دوشنبه (د سلواغې په ۱۷مه) شوی دی.

اسرائیلي چارواکو ویلي، برید د هغو مشکوکو کسانو د نیولو پر مهال شوی پر اسرائیلو وروستۍ ناکامه حمله کې په لاس لرلو تورن دي.

اسرائیل د وژل شویو دوه تنه د حماس ډلې غړي یاد کړي دي.

د فلسطین روغتیایي چارواکو برید کې یوازې د دریو تنو د ټپي کېدو پخلی کړی دی.

دا برید داسې مهال کېږي چې په اسرائیل کې د نوي حکومت د واک لومړنۍ څو اوونۍ له شخړو سره ملې وې.

ترکيه کې د زلزلې له امله ۷۶ کسان مړه شوي

ترکيه کې د زلزلې انځور

په ترکیه او سوریه کې د نن سهار په زلزله کې د مړو شمېر په زیاتېدو دی.

د رویترز اژانس په وینا، د ترکیې د طبیعي افتونو په وړاندې د مبارزې ادارې تر اوسه د څه باندې ۷۶ کسانو مړینه او د ۴۴۰ نورو ټپي کېدل تایید کړي دي.

اسوشېټېډ پریس اژانس بیا راپور ورکړی، چې څه باندې ۹۹ کسان په سوریه کې مړه شوي او ۳۳۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

اټکل کېږي، چې د مړو شمېر به تر دې خورا زیات وي، ځکه په ترکیه او سوریه کې لا هم ګڼ کسان تر نړېدلو ودانیو لاندې راګیر پاتې دي.

د امریکا د جیولوژیکي سروې اداره وايي، دا زلزله د ریښتر په مقیاس اووه اعشاریه اته درجې وه.

د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې په وینا، د زلزلې مرکز د سوریې د پولې په ۹۰ کیلومترۍ کې د ترکیې په غازي عینتاب کې و.

د زلزلې ټکانونه، په لبنان او قبرس کې هم احساس شوي دي.

يونان کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې څلور پناه غوښتونکي مړه شوي

د یونان ساحلي ساتونکي وايي، چې د درېیو ماشومانو په ګډون څلور پناه غوښتونکي وروسته له هغې مړه شول چې کښتۍ یې پرون د اژه سمندرګي په جنوب شرق کې له لیروس ټاپو دباندې ډوبه شوه.

چارواکو ویلي، چې ماشومانو په روغتون کې تر بستر کېدو وروسته ساه ورکړه.

د یونان یوه چارواکي ویلي، چې دغه کښتۍ له ترکیې روانه شوې وه.

د دغو پناه غوښتونکو هویت نه‌دی مشخص شوی.

د هسپانیا او ایټالیا تر څنګ یونان له منځني ختیځ، افریقا او اسیا څخه اروپا ته د داخلېدو لپاره د پناه غوښتونکو عمده لار ده.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير عراق ته تللی

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف پرون ناوخته پر انرژۍ او د خوړو پر خوندیتوب د خبرو لپاره عراق ته ورسېد.

دا خبره د عراق د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد الصحاف کړې ده.

لاوروف د یوه لوی هیئت مشري کوي.

الصحاف د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، په دې هیئت کې د تېلو او ګازو د کمپنیو استازي دغه راز پانګه‌وال شامل دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر به نن دوشنبه له خپل عراقي سیال فواد حسین سره وګوري.

والسټریټ ژورنال: روسيه او ايران د بې‌پيلوټه الوتکو د توليد پلانونه پر مخ وړي

د ايران يوه بې‌پيلوټه الوتکه

روسیه او ایران غواړي هغه پلانونه مخته یوسي چې له‌مخې به یې په روسیه کې د ایران ساخت د شاوخوا شپږ زره هغو بې‌پیلوټه الوتکو تولید پیلیږي چې مسکو په اوس وخت کې ورڅخه د اوکراین په جګړه کې کار اخلي.

دا خبر پرون یکشنبې امریکایي والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د امریکا د متحدو ایالتونو د یوه متحد چې نوم یې نه‌دی اخیستل شوی، د چارواکو له قوله ورکړی دی.

دغو چارواکو ویلي چې مسکو او تهران هڅه کوي چې یوه چټکه بې‌پیلوټه الوتکه تولید کړي چې په ښه توګه د اوکراین د هوايي مدافعې ځواک چلنج کړي.

واشنګټن تېره میاشت خبرداری ورکړ چې مسکو او تهران په روسیه کې د بې‌پیلوټه الوتکو د جوړولو د یوې فابریکې پر جوړولو غور کوي.

ترکيه کې نن سهار زلزله شوې

انځور - ارشيف

د امریکا د جیولوژیکي سروې اداره وايي، د ریښتر په مقیاس اووه اعشاریه اته درجې زلزلې نن سهار د ترکیې جنوب ختیځه برخه ولړزوله.

دغې زلزلې د ترکیې تر څنګ په ګاونډي هېواد سوریه کې هم ځینې ودانۍ نړولې دي.

دغې زلزلې په ترکیه کې لږ تر لږه ۱۵ کسان مړه کړي، خو وېره کېږي چې د مرګ ژوبلې شمېر به تر دې خورا زیات وي، ځکه ګڼې ودانۍ نړېدلې دي.

د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې په ویناو د زلزلې مرکز د ځمکې په تل کې څه کم ۱۸ کیلومتره ژور و.

د ترکیې د عثمانیه والي وايي، لږ تر لږه ۵ کسان په دې ځای کې مړه شوي دي.

رویټرز اژانس راپور ورکړی، چې د ترکیې په دیاربکر ولایت کې ۷ ودانۍ نړېدلي او خلک ترې لاندې راګیر پاتې دي.

په ګاونډي هېواد سوریه کې بیا چارواکو ویلي، چې هلته هم ځینې ودانۍ نړېدلي او بېره کېږي چې خلکو ته به مرګ ژوبله اوښتې وي.

د اوکراين په لوهانسک کې وضعيت ناوړه بلل شوی

لوهانسک سيمه

د اوکراین د لوهانسک سیمې والي سرهی هیدای وايي، اوکرایني ځواکونه لا هم په لوهانسک کې پر بیلو هوریفسکا کلي کنټرول لري.

والي نن ویلي، چې وضعیت په دې کلي کې ناوړه دی، خو وضعیت په کنټرول کې دی.

هیدای د اوکراین ملي ټلوېزیون ته ویلي: په روسیه کې داسې اطلاعات خپاره شوي وو، چې ګواکې بیلو هوریفکا کلی د روسي پوځیانو له‌خوا نیول شوی او له هغه ځایه د اوکراین وګړي شړل شوي دي، خو په اصلي کې د اوکراین پوځیان لا هم په خپلو سنګرونو کې دي.

د ده په وینا هيڅوک نه‌دي نیول شوي او هلته د دوی دښمن حضور نه‌لري.

د مسکو له‌خوا هلته یوه ګمارل شوي چارواکي او د روسیې پلوي بلاکګرانو په وروستیو کې ادعا کړې وه، چې روسي ځواکونو د بیلو هوریفکا پر لوري پرمختګونه کړي.

دا د لوهانسک وروستۍ داسې سيمه ده، چې د اوکرایني ځواکونو په ولکه کې ده.

ټاکل شوې د امريکا ولسمشر پولنډ ته سفر وکړي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن

ټاکل شوې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن پولنډ ته سفر وکړي.

د پولنډ د بهرنۍ پالیسۍ یوه سلاکار مارچین پژیداچ (Marcin Przydacz) پرون شنبه یوه ټلوېوزیون ته په خبرو کې ویلي، ولسمشر جو بایډن به د پولنډ د ولسمشر اندژې دودا بلنې ته مثبت ځواب ووايي او پولنډ ته به دا سفر وکړي.

د هغه په وینا پر دې موافقه شوې چې امریکايي لوری به په مناسب وخت کې د دې سفر دقیقه نېټه اعلان کړي، خو دا سفر به ډېر ژر ترسره شي.

د پولنډ دغه چارواکي ویلي، د دې سفر پر چمتووالي کار روان دی او ده ویلي چې د پولنډ له امنیت د امریکا د ملاتړ دوام خورا مهم دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG