د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۵

"طالبانو له مولانا فضل الرحمن سره نه دي کتلي"


کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼو د شنبې د ورځې په ګڼو کې بېلا بیلې موضوعګانې راخیستې او لیکنې اوتبصیرې یې پرې کړې دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د لوړ پوړي امریکايي جنرال له خولې لیکلي؛ د افغان ځواکونو د شمېر راکمول به طالبان پیاوړي کړي.

ورځپانې جنرال لوییډ اسټن وینا راخیستې چې وايي، لاپیاوړی افغان ځواک که څه هم ګران تمامیږي، خو د امریکایانو له وتلو وروسته به د طالبانو له خوا د زیان پر وړاندې ودریږي.

ورځپاڼې د امریکا په نبراسکا پوهنتون کې د افغان کارپوه شېرجان احمدزي له خولې لیکلي امریکا غواړي په افغانستان کې ژرترژره جګړه پای ته ورسوي او خپلو کورنو ته ستانه شي، خو په دې شرط چې په افغانستان کې یې خپلې لاس ته راوړنې له لاسه ونه وځي.

خدمتګار:

خدمتګار ورځپانې د ملي اردو د یوه قوماندان خبرې راخیستې؛ چې وايي، له هوايي ځواک پرته له سترو ننګونو سره مخامخ کېدای شو.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، جنرال عبدالوهاب وردګ وايي، د افغانستان نوی هوايي ځواک د یو معاصر جنګېدونکي ماشین په ځای د یوه بایسیکل په څېر دی.

ملي باور:

ملي بارو خپلواکې ورځپانې لیکلي، ایساف وايي، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل به مسوولانه وي.

ویسا په یوه جلا مطلب کې لیکلي، طالبان وايي، له مولانا فضل الرحمن سره یې نه دي کتلي.

ورځپاڼه لیکلي، د طالبانو استازو ویلي، چې دوی د جمعیت علمای اسلام له مشر سره نه دي کتلي اونه ورسره د کتنې نیت لري.

خدمتګار:

خدمتګار ورځپاڼې پوښتنه کړې چې طالبانو ولې له ملافضل الرحمن سره ونه کتل؟

د ورځپاڼې د لیکوونکي په بارو، پاکستان نه غواړي، طالبان له پاکستاني چارواکو پرته له کوم بل ادرسه د افغانستان له حکومت یا امریکايانو سره خبرې وکړي.

د مطلب لیکوال په اند پاکستان هڅه کوي، چې په هرحالت کې دافغانستان له روانې جګړې څخه لوی امتیاز ترلاسه کړي.

هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي، د افغانستان د او قضايي کمېټې په غونډه کې پریکړه وشوه؛ چې لویه څارنوالۍ دې د بنیدیانو د ځورونې عاملین ترعدلي څارنې لاندې ونیسي، ترڅو هیڅ بندي مظنون او متهم په راتلونکې کې ونه ځورول شي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې لیکلي، یونما افغان حکومت ته وړاندیز کړی، چې د بندیانو د ربړونې په اړه له پلټونکي پلاوي سره همکارۍ ته چمتوی دی.

ورځپاڼه لیکلي د حقیقت موندنې پلاوی هغه توصیه چې د حکومت عدلي او قضايي کمېټې هم تایید کړي دي، باید ژر ترژره عملي شي.

ملي باور:

ملي بارو خپلواکې ورځپاڼې د جنرال جمشید له خولې لیکلي؛ د افغانستان په زندانونو کې د بندیانو شمېر زیات شوی.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، په تېرو لسو کلونو کې هرکال په منځني ډول شل تردوه ویشت فیصدو پورې د بندیانو شمېر زیات شوی.

چمتو کوونکی: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG