د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۰

د ترکيې ځواکونو د سوریې پوځي اهداف په نښه کړل


د ترکيې ځواکونو پرون د سوريې پوځي اهداف په نښه کړل، دغه حمله د ترکيې پر سرحدي خاوره د سوريې له خوا د يوه هاوان د ويشتل کېدو په عکس العمل کې شوې ده.

د ترکيې اناتوليا خبري اژانس وايي، دغه توغندى د ترکيې د جنوبي ولايت هاتاى د پوځي اډې په يو کيلومترۍ کې لګېدلى دى.

له کله چې د ٢٠١١م کال په مارچ مياشت کې د سوريې د ولسمشر بشارالاسد د رژيم په وړاندې پاڅون پيل شوى او دغه رژيم پر مخالفانو فشارونه راوستلي، د سوريې او ترکيې ترمنځ اړيکې خړې پړې شوې دي.

ترکيې ته د پټرايټ ميزاييلو ضد دستګاوې لېږل شوي:

د جرمني خبري اژانس په حواله، امريکا، جرمني او هالنډ د ناټو متحد هېواد ترکيې ته د پټرايټ په نامه د ميزاييلو ضد دستګاوې لېږلي؛ چې د خپلو پولو ساتنه ورباندې وکړي، وخت ناوخت د پولې په اوږدو کې د سوريې له خاورې توغول شوي توغندي ملکي سيمې په نښه کوي.

څو ورځې وروسته تر هغه چې مخالفانو جنګياليو د شمالي ښار حلب هوايي ډګر زياتې برخې په خپله ولکه کې راوستې، د سوريې فعالانو وويل دولتي ځواکونو او ياغيانو عمومي هوايي ډګر ته نژدې جګړې وکړې.

هاخوا په بريتانيا کې دېره د سوريې د بشري حقونو د څار اداره وايي په دوو جلا پېښو کې تر ١٠٠ زيات ملکيان تښتول شوي او ګومان کېږي په شمال لوېديځ ولايت ادلب کې فرقوي اختطاف وي.

یوه ډله تښتول شوې ده:

د څار د دې ادارې مشر رامي عبدالرحمن وويل، د ٧٠ مسافرو يوه ډله د رژيم د پلوي وسله والو کسانو له خوا ادلب ته نژدې تښتول شوې ده. ده وويل چې تښتوونکي په عمومي ډول د شيعه مېشتو سيمو او تښتول شوي کسان د سني مېشتو کليو دي.

دى وايي ٤٠ کسان په بله پېښه کې تښتول شوي دي.

ښاغلي عبدالرحمن د جرمني خبري اژانس ته وويل، دغه ډول فرقوي اختطافتونه د سوريې انقلاب متاثره کوي او دغه هېواد د نامعلوم برخليک خوا ته بيايي.

اژانس ليکي، اکثريت هغه ياغيان چې د ولسمشر اسد د ليرې کېدو لپاره جنګېږي سنيان او د ولسمشر اسد عمده پلويان علويان دي چې د شيعه ګانو يوه څانګه ده.
XS
SM
MD
LG