د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۲

جان الن پر خپل ټاکل کېدو له سره غور کوي


امریکايي مقامات وايي، د بحري قواوو قومندان جنرال الن وروسته له هغه چې د ناوړه چلند له تورونو څخه پاک شو، زړه نا زړه دی، چې په اروپا کې د امریکا او ناټو د تر ټولو لوړ رتبه قومندان په توګه کار وکړي او کنه؟

جنرال الن یوه اوونۍ وړاندې په افغانستان کې د امریکايي قواوو د قومندان په توګه ۱۹ میاشتنۍ وظیفه پای ته ورسوله.

د بحري قواوو جنرال جان الن تیر منی په اروپا کې د امریکايي او ناټو ځواکونو د قومندان په توګه ونومول شو.

خو هغه مهال د دې وظیفې لپاره د نوموړي د کاندیدۍ خبره وځنډيدله، ځکه چې د امریکا د دفاع وزارت پینتاګون د جنرال الن او یوې ملکي ښځې ترمنځ د تبادله شوېو بریښنا لیکونو په اړه چې د ښاغلي پيتریوس د استعفا باعث شول تحقیقات کول.

له تحقیقاتو وروسته جنرال الن سپین ثابت شو.
د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا د چارشنبې په ورځ د جنرال الن ستاینه وکړه.

کله چې تیره میاشت د پنتاګون د تحقیقاتو اداري جان الن د هرې خطا او ناسم کار کولو څخه سپين او پاک اعلان کړ، ورپسې سپیني ماڼۍ هم اعلان وکړ، چې دوي به په اروپا کې د ناټو قواوو د ستر قومندان په توګه د جنرال الن د مقررۍ پروسې ته ادامه ورکړي.

مقامات وايي، جان الن اوس د کار په برخه کې پر خپلو انتخابونو له سره غور کوي.

د امریکا تلونکی دفاع وزیر لیون پنتیا چې د سې شنبې په ورځ یې د جنرال الن سره لیدلي و، وویل چې، جان آلن په افغانستان کې د ۱۹ میاشتني خدمت پر وخت تر ډیر سخت فشار لاندې ؤ.

ښاغلي پنیتا خبریالانو ته وویل:

«ما هغه ته سپارښتنه وکړه، چې پر ارامه فکر وکړه. د خپلې کورنۍ سره یوځای و اوسه، پر هغه څه او هغه کار غور وکړه، چې ستا په فکر کول یې لازمي دي.»

نوموړي زیاته کړه:

«زما په فکر ستا هیواد به هر وخت داسي یوه لاره ومومي چي ستا له سترو خدماتو څخه استفاده وکړي، تاسو باید فیصله وکړئ په راتلونکي وخت کي څه باید وکړئ.»

پنیتا دا راز وویل، جنرال آلن نه دي ویلي چي په اروپا کي به د ناټو ځواکونو دقوماندي وظیقه رد کړي.

ښاغلي پنتیا زیاته کړه: ښکاره ده، موږ پر هغه پوره اعتبار لرو، هرکار، چي د ده په توان کي وي، کوي یې.

مطمئین اوسئ جان آلن چي په هر پوست کي کار کول غواړي، هدف یې د دي هیواد لپاره خدمت کول دي.
XS
SM
MD
LG