د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۵ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۰:۵۵

"باید نور له ښځو سره تاوتریخوالي ته د پای ټکی کیښودل شي"


د افغانو ښځو د شبکې مشرې پلوشې حسن
د ښځو د حقونو ځینې ملاتړې وایي، چې باید نور له ښځو سره تاوتریخوالي ته د پای ټکی کیښودل شي.

د فبروري څوارلسمه نیټه چې په ټوله نړی کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو په هدف د یو بیلون پاڅون تر نامه لاندې لمانځل کیږي سږکال په افغانستان کې هم ولمانځل شوه.

دا ورځ د ملګرو ملتونو سازمان لخوا د یو بیلیون پاڅون تر نامه لاندې ونومول شوه.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په نړۍ کې یو میلیارډ ښځې له تاوتریخوالي سره مخ دي او دغه یو ملیارډ پاڅون هم د همدغه تاوتریخوالي پر ضد دی.

په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو په هکله جمیله ظریف د افغانو ښځو د شبکې مشرې پلوشې حسن سره مرکه کړې او په پیل کې یې د دې پاڅون په هکله ورنه پوښتلی دی.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:17 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG