د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۸

افغانو ښځو هم د "میلیارډ پاڅون" په نوم نړېوال کمپاین سره خپل غږ یو ځای کړ


یو شمېر افغان ښځو له هغه نړېوال کمپاین سره خپل غږ یو ځای کړ، چې د یو میلیارډ پاڅون په نوم یادیږي.

په دې مناسبت په کابل کې په لسګونو ښځو راټولې شوې او له ښځو سره د تاوتریخوالي پرضد یې شعارونه ورکړل.

دغو په لسګونو ښځو چې د افغانستان د شاوخوا پنځوسو مدني ټولنو غړي په کې و، د دارالامان له قصرنه د علاوالدین ترڅلور لارې پورې روانې وې او د یو پریکړه لیک په لوستلو سره یې خپل دغه حرکت پای ته ورساوه.

دوي په خپلو غاړو کې داسې دسمالونه اچولي و، چې له ښځو سره د تاوتریخوالي پر ضد شعارونه په کې لیکل شوي و.

د افغانستان د ښځو د ټولنې مشرې فتانې ګیلاني او د ښځو شبکې مشرې پلوشې حسن نه مې په داسې حال کې د دې لاریون هدف وپوښته، چې هغوي هم له ښځو سره د تاوتریخوالي پای ته رسولو په هکله شعارونه ورکول.

د افغانو ښځو دا حرکت د هغو پاڅونونو یوه برخه ده چې د فبروري په څوارلسمه نیټه په ټوله نړۍ کې د یو بیلون پاڅون تر نامه لاندې لماځل کیږي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په نړۍ کې دا مهال په هرو درېیو ښځو کې یوې سره تاوتریخوالی کیږي.

دغه پاڅون شاوخوا دوه میاشتې مخکې پلان شوی وو، چې نن له کابله سربیره په ځینو نورو ولایتونو کې هم ترسره شو.

پاڅون کوونکو د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی بس دی، ښځه باید په بدو کې ورنکړل شي، ښځه باید په زور واده نشي، ښځه باید ونه وژل شي، ښځه باید ونه وهل شي تر نامه لاندې شعارونه ورکول.

په ورته وخت کې د بشر د حقونو خپلواک کمیسون مسوولینو له حکومته وغوښتل چې له ښځو سره د تاوتریخوالي عاملینو ته سخته سزا ورکړي.

د دې کمیسون د ښځو څانګې مسوولې لطیفې سلطاني آزادۍ راډیو ته وویل چې له ښځو سره تاوتریخوالی د تیرو کلونو په پرتله اته ویشت سلنه ډیر شوی دی.

"موږ هم د تاوتریخوالي د له منځه وړلو په هکله خپل غږ اوچت کړی دی، د بشر د حقونو د ښځو څانګه هم د تاوتریخوالي د له منځه وړلو په برخه کې کار کوي او له حکومت نه غواړو چې د تاوتریخوالي عاملین محکمه کړي.

د ۱۳۹۱ کال په لومړیو نهو میاشتو کې چې کوم ارقام مونږ سره دي نو د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي په برخه کې اته ویشت سلنه ډيروالی ښيي."


د بشر د حقونو خپلواک کمیسون وايي په تیرو نهو میاشتو کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي شاوخوا څلور زره او پنځه سوه قضیې یې ثبت کړي دي، تر ټولو سختې پیښې یې ناموسې وژنې دي.

که څه هم د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون وايي چې له ښځو سره تاوتریخوالي زیات شوی دی، خو افغان حکومتي چارواکو تل ویلي چې په تیرو یولسو کلونو کې د افغانستان دښځو په ژوند کې د پام وړ ښه والی راغلی دی.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG