ملګري ملتونه له ۲۰۱۴ میلادي کال څخه وروسته په افغانستان کې د بشر د حقوقو وضیعت ته اندیښمن دي.
د افغانستان لپاره د دې سازمان ځانګړي استازي یان کوبیش، د دوي او افغان حکومت ترمنځ د همغږۍ د رامنځ ته کولو په یوه غونډه کې وویل، سر له اوسه باید ځینې پروژې عملي شي ترڅو بشري ملاتړ ته لاره هواره کړي.
دېته په پام چې را روان اوړی د ټول هېواد امنیتي چارې افغان ځواکونو ته سپارل کیږي، ملګري ملتونه اندیښمن دي چې د بهرنیو ځواکونو وتل به د ولایتونو په سطح یو لړ ستونزې را ولاړې کړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي یان کوبیش د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوې غونډې ته وویل، ښایي له ۲۰۱۴ کال نه وروسته د لیرو پرتو سیمو اوسیدونکي ډیر زیانمن او له ستونزو سره مخ شي:
"د ملګرو ملتونو تمرکز د انتقال په ملکي برخه باندې دی، ډیر شمېر نړېوال ځواکونه له افغانستانه وځي او د ولایتي بیارغونې ټیمونه تړل کیږي.
دا به په محلي کچه د مالي او تخنیکي مرستو د کمښت په برخه کې ځینې ستونزې را ولاړې کړي.
باید د افغانانو د ملي لومړیتوبونو له مخې ځینې پروژې عملي شي ترڅو پراختیا او بشري ملاتړ ته لاره هواره کړي."
دغه غونډه د افغان حکومت او ملګرو ملتونو ترمنځ د لګښتونو د همغږي کولو په هدف جوړه شوې وه.
کوبیش افغان ځواکونو ته د امنیتي انتقال بهیر وستایه او دا یې د حکومت لپاره لویه لاسته راوړنه وبلله.
نوموړي له افغانستان سره د دوامداره مرستو ډاډ ورکړ او وې ویل، دوي د افغانانو د ملاتړ او د افغان ځواکونو د وړتیاوو د لوړولو په برخه کې خپلو ژمنو ته وفادار دي.
د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول بیا د افغان حکومت او ملګرو ملتونو ترمنځ د همغږۍ په پیاوړتیا ټینګار وکړ.
ښاغلي رسول وویل، د دوي او ملګروملتونو ترمنځ پياوړې همغږي کولای شي د مهمو او ضروري پروژو په عملي کیدو کې ښه رول ولوبوي:
"موږ د حکومت او یوناما په وروستي او د لوړې کچې په ملاقات کې په داسې یوه میکانیزم موافقې ته ورسیدو، چې کولای شي په افغانستان کې د شفافې او حساب ورکونکې همغږۍ سیستم رامنځ ته کړي.
له دې وروسته به د افغان حکومت او ملګرو ملتونو د ټولو نماینده ګیو ترمنځ مسایل لا په همغږۍ کې وي."
له دې وړاندې ځینو نورو ارګانونو هم د افغانستان د راتلونکې په اړه اندیښنې څرګندې کړي، خو افغان حکومت تل دغه اندیښنې بې ځآیه بللي.
د امنیتي انتقال د کمیسیون مشر اشرف غني احمدزي د سې شنبې په ورځ په کابل کې وویل، د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به هیڅ ډول خلا رامنځ ته نه شي او افغانان باید دراتلونکې په اړه ډیر ډاډه و اوسي.
راپور: اسدالله لودین- کابل